
لښکرګاه(پژواک،٢ورى٩٥): د هلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ کې د پوليسو او طالبانو ترمنځ نښته کې يو پوليس و وژل شو ، ٩ ملکي وګړي او يو پوليس ټپيان شول.
د هلمند ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ د وري په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه د مارجې ولسوالۍ د تريخ ناور په سيمه کې د وسله والو طالبانو او پوليسو ترمنځ نښته شوې ده.
د هغه په وينا، پېښه وروسته تر هغه رامنځته شوه چې دوه مخ پټو طالبانو د همدې سيمې په بازار کې پر پوليسو ډزې وکړې او پوليسو هم بېرته ځوابې ډزې کړې دي.
ده وويل چې په ياده نښته کې يو پوليس وژل شوى، بل پوليس او نهه ملګي وکړي ټپيان شوي دي.
په مرکز لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون مسوولين هم وايي چې له يادې پېښې څخه دوى ته ١٢ملکي ټپيان ور کړل شوي چې د څلورو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دى.
خو د پېښې يو عيني شاهد عبدالحق پژواک ته وويل: (( زه بازار کې وم چې دوه مخ پټي طالبان راغلل پر پوليسو يې ډزې وکړې او پوليسو هم پرې ډزې وکړې چې په بازار کې يو ځل ګډوډي جوړه شوه.))
هغه وايي چې په دې نښته کې دوه پوليس او څلور ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ملکي وګړي ټپيان دي.
وسله والو طالبانو ددې نښتې په اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
د يادې ونې ده چې د مارجې ولسوالۍ له تېرو څلورو مياشتو راهيسې وسله والو طالبانو کلابنده کړې ده.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان