خرید بک لینک

کندهار، تريوکوټ ( پژواک، ١١ کب ٩٤) : د کندهار- اروزګان پر لويه لاره د يوې امنيتي پوستې څلور پوليس د خپلو ملګرو پوليسو له لوري وژل شوي دي.

دغه پېښه تېره شپه د اروزګان – کندهار پر لويه لاره د کندهار د شاوليکوټ ولسوالۍ په تغارک سيمه کې رامنځته شوې ده.

د شاوليکوټ ولسوالۍ يوې باوري امنيتي سرچينې د کب په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کندهار- اروزګان د لويې لارې په اوږدو کې د تغارک سيمې د پوستې قوماندان په رخصتۍ تللى و او په پوسته کې ١٤ پوليس پاتې وو.

سرچينه وايي، تېره شپه د يادې شوې پوستې څلور پوليس وژل شوي او ١٠ نور نادرکه دي.

د سرچينې په خبره، د پوستې اړوند وسلې او مهمات هم وړل شوي دي.

دغه سرچينه ګومان کوي چې کېداى شي د دغې پوستې د پوليسو له منځ څخه چا له وسله والو مخالفينو سره اړيکې جوړې کړې او دغه کار يې تر سره کړى وي.

خو د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پېښه په کندهار کې نه، بلکې د اروزګان ولايت په ساحه کې شوې ده.

نوموړي په دې اړه نور جزييات ور نه کړل.

بلخوا د اروزګان ولايت امنيه قومانداني مني، چې وژل شوي پوليس دوى پورې مربوط و.

د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ سرپرست سمونوال محمد اکبر شينوراي پژواک اژانس ته وويل، چې د يادې پوستې ځينو پوليسو له طالبانو سره لاس درلود .

هغه زياته کړه چې تېره شپه دوى طالبان پوستې ته رابللي وو او دهغوى په مرسته يې څلور پوليس وژلي ، خو درې نور پوليس تښتېدلي دي.

د دغې پېښې په اړه وسله والو مخالفينو هم څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د اډول پېښې په سوېلي ولايتونو کې ډېرې شوې دي.

- - , .

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: سه شنبه 11 اسفند 1394 ساعت: 15:07

صفحه بندی