خرید بک لینک

By

On

Nov 23, 2017 - 15:15

چاريکار (پژواک، ٢ لیندۍ ٩٦): د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د يوه ځانمرګي بريد له امله يو کس وژل شوى او د ناټو د درېيو سرتېرو په ګډون ١٤ کسان ټپيان شوي دي.

د قره باغ ولسوال محمد ظريف راشد د ليندۍ په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد پرون مازديګر د اورياخېلو په سيمه کې شوى دی.

هغه زياته کړه چې ځانمرګي بريدګر له چاودېدونکو توکو ډک خپل موټرسايکل د ناټو ځواکونو له کاروان سره جنګولى دی.

ولسوال وايي چې په دغه بريد کې يو ماشوم وژل شوى، د ناټو د درېیو سرتېرو په ګډون ١٤ تنه ټپيان شوي دي.

نوموړي وويل چې په ټپيانو کې د پنځو ماشومانو روغتيايي حالت دا ندېښنې وړ ښودل شوى دى.

په کابل کې مېشت ناټو ځواکونو پېښه مني، خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه ورکوي.

بلخوا د جورجيا د دفاع وزارت اعلان کړى چې په دغه ځانمرګي بريد کې يې درې سرتېري ټپيان شوي دي.

د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى.

برچسب: ځانمرګي, نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: پنجشنبه 2 آذر 1396 ساعت: 17:36

صفحه بندی