By
On
Nov 03, 2017 - 16:21
ايبک(پژواک، ۱۲ لړم ۹۶): د سمنګان امنيتي چارواکي وايي چې د دې ولايت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې يوې پېغلې د زهري درملو د خوړلو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د سمنګان د حضرت سلطان ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن سيدولي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ۱۸ کلنې نوربخش نن سهار شاوخوا نهه بجې د خټکيو د مچانو ضد درملو د خوړلو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
هغه وويل چې ياده پېښه د حضرت سلطان ولسوالۍ د غزنګک په سيمه کې رامنځته شوې ده.
دی زياتوي، د دې نجلۍ پلار په پاکستان کې اوسېږي او پوليسو په دې اړه څېړنې پيل کړې دي.
د نوربخش نيکه ۷۰ کلن شاه محمود پوليسو ته ويلي چې دوی له هېچا سره کوه ستونزه او پر چا کومه ادعا نه لري.
هغه ويلی چې تېره ورځ نوربخش ناروغه شوې او د درملنې په موخه يې روغتون ته بيولې وه او ډاکټر ورته د ټوخۍ شربت ورکړى؛ چې نن سهار هغې د شربت پر ځای د خټکيو د مچانو ضد درمل خوړلي دي.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان