خرید بک لینک

By

On

Nov 02, 2017 - 19:38

ايبک (پژواک ١١ لړم ٩٦): د سمنګانو مسوولين وايي، په دره صوف بالا ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو کان د يوه صوف د رالوېدو له امله څلور تنه مړه شوي دي.

د ولايتي شورا مرستيال حاجي رازمحمد، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دره صوف بالا ولسوالۍ د دهانه توري کان په چنګل سيمه کې، نن سهار پنځه بجې د ډبرو سکرو د کان يو صوف رالوېدلى چې له امله څلورو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

ده زياته کړه، په مړو شويو کسانو کې دوه تنه د دايکنډي او دوه نور د باميانو اوسېدونکي وو، چې دې ولسوالۍ د کار لپاره راغلي وو.

د سيمې يوه اوسېدونکي محمد حسين پژواک ته وويل، د يو تن جسد نن ماسپښين دوه بجې راووېستل شو او درې نور جسدونه لا هملته په سيمه کې پاتې دي.

د سمنګانو د والي وياند محمد صديق عزيزي بيا وايي، د پاتې نورو جسدونو د راوېستلو هڅه روانه ده.

برچسب: سمنګانو, نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: جمعه 12 آبان 1396 ساعت: 3:53

صفحه بندی