خرید بک لینک

فيض اباد (پژواک، ٨ لړم ٩٦): د بدخشان ولايت ځايي چارواکي اندېښنه څرګندوي او وايي چې د دغه ولايت د بېلابېلو ولسواليو په ٤٠ کليو کې له ٥زره ډېرې کورنۍ د غره ښويېدو او زلزلې له خطر سره مخ دي او بايد خوندي ځايونو ته ولېږدول شي.

د بدخشان مرستيال والي ډاکتر محمدګل بېدار له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې د ملي کمېټې له لوري په دوو وروستيو کلونو کې د "دروازها، راغستان، درايم" ولسواليو او مرکز فيض اباد په شمول هغو ولسواليو ته يو شمېر جيولوژيستان استولي چې له خطر سره مخ دي.

نوموړي وويل: "ياد جيولوجيستانو نظر ورکړى چې په دغو ولسواليو کې ٤٠ کلي د خوځېدو او کډه کېدو په حال کې دي؛ ځکه د يادو کليو چاپېر غرونه او غونډۍ چې چينې ترې راوتلې دي، د هندوکش غرونه چې د زلرلې مرکز دى، سره نښلوي او له بل پلوه د جګړو په بهير کې د دې سيمې ځنګلونه پرې شوي، دغه کار د دې لامل شوى چې ياد کلي له خطر سره مخ شي او اوسېدونکي يې بايد خوندي ځايونو ته واستول شي. "

د بدخشان دغه لوړ پوړي چارواکي زياته کړه چې له پېښو سره د مبارزې ملي کمېټه د دولت او مرستندويه موسسو په ملګرتيا د ياد ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د ٤٠ کليو کې له پنځه زره ډېرو زيانمنو کورنيو څخه د٣٠سلنې لپاره به ٧ ښارګوټي جوړ کړي، ځمکې ورته پېرل شوې او کورونه ورباندې وېشل شوي.

نوموړي زياته کړه، دا چې سرچينه محدوده ده، هڅه کېږي چې د ٧٠ سلنه نورو زيانمنو لپاره هم ځمکې واخلي او کورونه ورته جوړ کړي.

هغه زياته کړه: "موږ د واورې ښويېدو او زلزلې لپاره ډېره ښه نقشه لرو چې د GIZ له خوا برابره شوې ده او د دې قضيې په اړه په ١٣٩٥کال کې يو مشخص پلان هم جوړ شوى، اړتيا ده چې پر هغه په ١٣٩٦ کال کې بيا غور وکړو او د دغه پلان کارونه خلاص شوي او د هېواد په کچه له پېښو سره د مبارزې ملي کمېټې ته استول شوي دي."

د بدخشان مرستيال والي په دغه ولايت کې د طبيعي پېښو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې او زيانونو د شمېر په اړه وويل چې په دغه ولايت کې هر کال د پسرلي او ژمي په موسمونو کې د واورې ښويېدو، سېلابونو او زلزلې له امله له ٢٠ تر ٣٠ کسان ژوند له لاسه ورکوي؛ خو هڅه کېږي چې سږ کال د مرګ ژوبلې مخه ونيول شي او يا کمه شي.

نوموړي وويل: "اوسمهال موږ د ځنګلونو اېښودو او بيا ژوندي کېدو سره، له زیان سره مخ په ډېرو ولسواليو کې د مرګ ژوبلې مخه نيولې او دغه راز په غرنيو او سېلاب راتلونکو سيمو کې د استنادي دېوالونو او استحکاماتو په جوړېدو سره تر يوې کچې د زيانونو مخه نيول شوې ده."

د ولايتي شورا غړي محبوب الرحمن طلعت وويل چې اوسمهال د ياوان ولسوالۍ تر ١٠٠ ډېرې کورنۍ چې په تېرو کلونو کې يې د سېلابونو او زلزلو له امله خپل کورونه له لاسه ورکړي دي، فيض اباد ښار ته ګډه کړې، هلته د خپلو خپلوانو په کورونو او يا خېمو کې ژوند کوي.

نوموړي زياته کړه: "موږ د يادو کډوالو ستونزې په وار وار ځايي چارواکو ته رسولې دي، خو دوى ويلي چې موږ د بودجې له کمښت سره مخ يو او که موږ ته لازمه بودجه راکړل شي، دوى ته به ځکمې واخلو او وربه يې کړو."

د ياوان ولسوالۍ د خم يلګک کلي اوسېدونکي او د يادې ولسوالۍ د کډوالو استازي عبدالباري وويل چې د طبيعي پېښو له امله د بېځايه شوو لپاره ستره موضوع د کور ستونزه ده چې د سېلابونو او زلزلو له امله يې خپل کورونه له لاسه ورکړي دي.

هغه زياته کړه: "موږ له خپلو کورنيو سره د فيض اباد ښار په شپږمه ناحيه کې مېشت يو، د کډوالۍ په دې دوو کلونو کې له ناڅيزو خوراکي مرستو پرته، له موږ سره د کور په برخه کې هېڅ مرجع مرسته نه ده کړې او موږ د کرايې د ورکړې وس نه لرو او د يخنۍ موسم په را رسېدو سره به زموږ ستونزې دوه برابره شي.

برچسب: چارواکي, نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: دوشنبه 8 آبان 1396 ساعت: 18:18

صفحه بندی