خرید بک لینک

کابل (پژواک د لړم لومړۍ نېټه ٩٦): د ترکتبارانو مشرانو له ولسمشر غني سره په کتنه کې په شمالي ولایتونو کې د پرمختیایي پروژو پراختیا ته د حکومت زیاته پاملرنه وغوښته.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني، نن مازیګر د هېواد د ترکتبارانو له یو شمېر مشرانو او سیاسي شخصیتونو سره وکتل.

سرچينه کاږي، په دې کتنه چې په ارګ کې وشوه، محمد شاکر کارګر، سید نورالله سادات، نورمحمد قرقین، محمد عالم ساعی او نقیب الله فایق خبرې وکړې او جمهور رئیس ته یې د هېواد په وروستیو تروریستي پېښو کې د یو شمېر امنیتي او دفاعي ځواکونو او زموږ د هېوادوالو د وژل کېدو له امله د تسلیت مراتب او خپله خواخوږي څرګنده کړه او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه پر خپل ملاتړ یې ټینګار وکړ.

سرچينه زياتوي، هغوی د هېواد په شمالي ولایتونو کې د پرمختیایي پروژو پراختیا ته د حکومت زیاته پاملرنه وغوښته او په دولتي ادارو کې یې د تحصیل کړو او ځوانو کدرونو پر استخدام او جذب ټینګار وکړ.

په دې کتنه کې ولسمشر د دوی د خواخوږۍ له څرګندولو په مننې ويلي، موږ په هېواد کې عادلانه مشارکت او پراختیا ته ژمن یو.

ده زياته کړې، موږ په دولتي ادارو کې ځوانانو ته ډېر فرصت برابر کړی او هڅه کوو دا فرصتونه زیات شي.

برچسب: ترکتبارانو,ولايتونو,پرمختيايي,پراختيا, نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: سه شنبه 2 آبان 1396 ساعت: 6:51

صفحه بندی