خرید بک لینک

واشنګټن (پژواک، ٢٧ کب ٩٤) : د امريکا دفاع وزارت په کندوز ښار کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د بمبارۍ له امله تر ١٢ زياتو سرتېرو ته له دسپلين څخه د سرغړاوي سزا ورکړې، خو دوى يې مجرم نه دي پېژندلي.

شاوخوا شپږ مياشتې مخکې وروسته له هغه، چې وسله والو طالبانو د کندوز ښار ونيوه، امريکايي ځواکونو په دغه ښار کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون بمبار وکړ، چې په پايله کې يې د ډاکټرانو، نرسانو، پايوازانو او ناروغانو په ګډون ٤٢ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شوي وو.

امريکايي رسنيو خبر ورکړى چې دفاع وزارت تر دې مخکې يو شمېر کسان له دندې ګوښه کړي وو، خو اوس يې تر ١٢ نورو سرتېرو ته له دسپلين څخه د سرغړونې سزا ورکړې ده.

سرچينې زياته کړې، د دغې سزا له مخې سرتېري ترفيع نه شي کولى او ځينې نور اداري سزاګانې دي، چې په کې کسر معاش او نور شامل دي.

د يادونې ده چې تر يادې پېښې وروسته د امريکا ولسمشر بارک اوباما له بې پولې ډاکټرانو بښنه غوښتې وه او ددې پېښې د کره څېړنو ژمنه يې کړې وه.

خو د بې پولې ډاکټرانو ټولنې څوځلې د يادې پېښې د بې پرې او نړيوالو پلټنو غوښتنې کړې دي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: پنجشنبه 27 اسفند 1394 ساعت: 14:55

صفحه بندی