خرید بک لینک

کابل (پژواک، ٩ زمرى ٩٦): د لوړو زده کړو وزارت د ١٣٩٦ کال د کانکور لس غوره زده کوونکي وستايل چې د يادو لسو کسانو لپاره به له هېواده بهر د لوړو زده کړو زمينه برابره کړي.

د هېواد د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د کانکور په سږنۍ ازموينه کې له ١٦٩ زره کسانو زياتو زده کوونکو ګډون کړي وو، چې له دې جملې يې له ١٤٧ زره زيات کسان بريالي او د لوړو او نيمه لوړو زده کړو موسسو ته لاره پيدا کړه، خو پر دې سربېره له ٢١ زره زيات کسان ناکام شوي دي.

د کابل يوه اوسېدونکي رضا د کانکور لوړې نومرې (٣٤٤،٢٤) په ترلاسه کولو سره د کانکور عمومي اول نومره اعلان شو، د غزني اوسېدونکى محمد (٣٤٤،٢٠) نومرې ترلاسه کړې او دويم مقام يې خپل کړ، چې له هغه وروسته د کابل اوسېدونکي ذبيح الله (٣٤٢،٦) ترلاسه او درېيم نومره اعلان کړل شو، له جوزجان احمد رامين (٣٤٢،٥٣) نومرو او له کابل څخه حامد (٣٤٠) نو مرو په ترلاسه کولو سره څلورم او پنځم مقامونه ترلاسه کړل.

پر دې سربېره د نجونو له ډلې بهشته مومند، پلاتين، سونيا، ګل سيمه او مرسل اکبرزاده هغه پنځه نجونې دي چې د نورو په پرتله يې د کانکور په ازموينه کې ډېرې نومرې ترلاسه کړې دي.

د کانکور ازموينې د يادو لسو کسانو د ستاينې لپاره غونډه ترسره شوه چې په کې هر يوه ته يو-يو لپ ټاپ کمپيوټر ورکړل شو.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبداللطيف روشان په دغو مراسمو کې له يادو لسو تکړه زده کوونکو څخه د ستاينې ترڅنګ وويل، د لوړو زده کړو وزارت د دغو تکړه زده کوونکو لپاره په ترکيه، هند او ماليزيا هېوادونو کې د زده کړو زمينه برابروي.

هغه له دغو زده کوونکو غوښتنه وکړه، څو د علم ترلاسه کولو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړي او هېواد ته د خدمت مصدر وګرځي، ځکه د هغه په باور د تحصيل دوام رښتينى جهاد دى چې بايد محصلين يې ترسره کړي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: دوشنبه 9 مرداد 1396 ساعت: 23:05

صفحه بندی