خرید بک لینک

چاريکار (پژواک، ٢٦ کب ٩٤): د ګل سرخ مېلې د ګډونوالو لپاره په سالنګ کې په داسې حال کې يو لړ چمتووالي نيول شوي چې پر دې لاره د موټر تردد د تېر کال د همدې وخت په پرتله ٦٠ سلنه کم شوى دى.

د نوروز څلوېښت ورځنۍ دوديزه لوبه يا (ګل سرخ) مېله هر کال د بېلابېلو ولايتونو د اوسېدونکو په ګډون د بلخ په مرکز مزارشريف کې د حضرت على (رض) د روضې د جنډې اوچتولو سره پلېږي.

په همدې سبب ګڼ شمېر خلک د نوروز له پيل وړاندې مزارشريف ته ځي او په کابل – مزارشريف لويه لاره چې د سالنګ له لوړو له پروان او بغلان ولايت نه تېرېږي او د ترافيکي ګڼه ګوڼې د ډېرېدو سبب ګرځي.

خو د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مشر جنرال عبدالرجب نن (د کب په ٢٦مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې د احتمالي درنې واورې ورېدنې او سختو توپانونو په اړه د راپورونو خپرېدو په سبب د موټرو تګ راتګ د تېر کال د همدې ورځو په پرتله ٦٠ سلنه کم شوى دى.

د هغه په خبره، تېر کال په دې ورځو کې هره ورځ په دې لاره کې هره ورځ ١٨ زره مسافر وړونکي موټر تلل راتلل، خو اوسمهال دا شمېر اتو زرو ته را ښکته شوی دی.

نوموړي وويل چې پر دې سربېره هم په لويه لاره د ګڼې ګوڼې د کمښت په موخه سړک له شمال نه سوېل ته د بار وړونکو موټر پرمخ تړل شوی دی.

هغه څرګنده کړه چې اوسمهال (له غرمې وړاندې ١١ بجې) په سالنګ کې درنه واوره ورېدنه دوام لري، خو په لويه لاره د مسافرو د ژوند خونديتوب لپاره چمتووالى نيول شوى او د روان کال د وري تر پنځمې نېټې پورې به دوام ولري.

هغه زياته کړه: ((زموږ ماشينونه او کارکوونکي د لويې لارې په بېلابېلو برخو کې سل سلنه چمتووالى لري، که چېرته مسافر له واورې ښويېدنې او نورو خطرونو سره مخ شي، موږ په جدي ډول اقدام کوو.))

د هغه په خبره، تر راتلونکې شنبې او يکشنبې پورې د درنې واورې ورېدنې وړاندوينه شوې او له خطر سره د مسافرو د مخامخ کېدو په صورت کې به سړک د ترافيکو پرمخ وتړل شي.

په ژمي کې له دې لارې تېرېدل له خطرونو سره مل دي.

د ١٣٨٨ لمريز کال په سلواغه مياشت کې په سويلي سالنګ کې د واوره ښويېدنې او توپان له امله شاوخوا ١٧٠ کسان له منځه مړه او ١٢٥ نور ټپيان شول.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: چهارشنبه 26 اسفند 1394 ساعت: 18:58

صفحه بندی