خرید بک لینک

کابل (پژواک د زمري لومړۍ نېټه ٩٦): د اقتصاد عالي شورا د موبایل له لارې د معاشاتو د ورکړې په طرحې بحث کې پرېکړه يې وکړه، چې د دې طرحې د پلي کولو لپاره دې یو بین الوزارتي کمېټه جوړه شي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه نن غرمه جوړه شوه.

سرچينه کاږي، په دې غونډه کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې په اړه د راپور وړاندې کولو پرمهال وویل، د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د موبایل له لارې د معاش د ورکړې ازمایښتي کار پیل کړی دی. دغه راز د اسان خدمت اداره له نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ کار کوي ترڅو د معاشونو په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

سرچينه زياتوي، د کار ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت سرپرست فیض الله ذکي، د ښوونې او روزنې وزیر اسدالله حنیف بلخي، د ښار جوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري، د افغانستان بانک رئیس خلیل صدیق، د پایتخت زون د انکشاف خپلواکې ادارې رئیس الهام عمر هوتکي، مصطفی مستور، د جمهور رئیس سلاکار رفیع الدین ملکزي او د خصوصي سکتور په استازيتوب د صنعتکارانو د اتحادیې رئیس شېرباز کمین زاده د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې سیستم د ګټو او ستونزو په اړه خبرې وکړې.

د ماليې وزارت مرستيال مصطفی مستور دا یوه بریالۍ طرحه وبلله او زیاته یې کړه، د نړۍ بېلابېل هېوادونه له دې سیستم څخه ګټه پورته کوي، ځکه دا سیستم د معاشونو د اخیستو په شفافیت کې مرسته کوي او تر ډېره د غلا او درغلۍ مخه په کې نیول کېږي.

د ده په وینا، اړتیا ده چې دا طرحه په تدریجي ډول پلې شي او ترڅنګ یې باید له اړوندو ارګانونو سره د ځینو قوانینو د تعدیل په اړه هم خبرې وشي او یوه بین الوزارتي ګډه کمېټه دې جوړه شي.

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د مالیې، کار ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارتونه، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون او د افغانستان بانک دې د یادې پروسې څارنه وکړي.

ولسمشر د غونډې د ګډنوالو د راپور او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، له ۱۶ کلونو وروسته اړتیا لیدل کېږي چې موږ د خپلو ټولو دولتي کارکوونکو کره شمېر ولرو او تر څنګ یې باید ټول کارکوونکي بایومتریک او تشخیص شي.

د ده په خبره، د معاشونو د ورکړې لپاره باید واحد سیستم رامنځته شي.

هغه زیاته کړه، که چېرې په مقررو او قوانینو کې تعدیل ته اړتیا ولیدل شي، د لازمو وړاندیزونو له اورېدو وروسته به یې په اړه اقدامات وشي.

غني دغه راز اړوندو ارګانونو ته وویل، د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې سیستم د کارولو په اړه باید کارکوونکي ښه وروزل شي، تر څو له سیستم سره بلد شي.

نوموړي د موبایل لارې د معاشونو د ورکړې په خاطر د یوې بین الوزارتي کمېټې جوړول تائید کړل او د هغې په دقیق مدیریت یې ټینګار وکړ.

دغه راز د ماليې وزارت په واحد ځای کې د مرکز او ولایتونو د ترانسپورټي اخاذیو او ښاروالیو د عوایدو د راغونډولو لپاره لنډمهاله او اوږد مهاله طرحه هم وړاندې کړه او پرېکړه وشوه، چې دغه طرحه دې جامع او بشپړه شي چې په نورو غونډو کې پرې بحث وشي.

ولسمشر د دغې طرحې په اړه له هراړخیر بحث وروسته وویل، سوداګر او هېوادوال د لارو په اوږدو کې له اخاذیو څخه شکایت لري او باید د دې ستونزې د حل په خاطر داسې ترتیبات ونیول شي چې له مخې یې په مرکز او ولایتونو کې په یوه واحد ځای کې عواید راغونډ شي، څو د ناوړه ګټه اخیستنې مخه ونیول شي.

همدارنګه ټینګار وشو چې د دغه سیستم د لومړي پړاو په تطبیق کې دې د معاشونو د ورکړې فیس دولت په غاړه واخلي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: دوشنبه 2 مرداد 1396 ساعت: 1:48

صفحه بندی