خرید بک لینک

کابل (پژواک، ٢٦ کب ٩٤): د بلخ په مرکز مزارشريف کې د نږدې ٢٢٥ ميليونه افغانيو په لګښت يوولس کيلومتره سړک پوخ او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

"له افغانستان سره د المان همکارۍ" له دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سړک د بلخ ښار د څلورلارې او بنګله پله تر منځ موقعيت لري، چې تر بيارغولو وروسته نن د بلخ ولايت مقام ته وسپارل شو او د ترافيکو پر مخ پرانيستل شو.

سرچينه کاږي، د دې پروژې لګښت ٣،٣٢ ميليونه يورو (شاوخوا ٢٢٥ ميليونه افغانۍ) شوى چې د المان حکومت له لوري د پراختيايي بانک له لارې ورکړل شوى دى.

د دغه سړک د پرانيستې په مراسمو کې د بلخ والي عطامحمد نور ويلي چې د دغه سرک په جوړېدو سره به د دې او شاوخوا سيمو خلک په اسانه روغتون، ښوونځي او محلي مارکېټونو ته لاسرسى پيدا کړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، پر یاد سړک تر دې مخکې کرېړ اچول شوى و، خو اوس ورباندې قير واچول شو او هم يې په اوږدو کې پولګوټي او ويالې جوړې شوې دي چې په دې سره به له دغه سړک څخه په استفادې لږ تر لږه سل زره کسان مزارشريف ښار ته په اسانه تګ راتګ کوي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: چهارشنبه 26 اسفند 1394 ساعت: 17:23

صفحه بندی