خرید بک لینک

ترينکوټ (پژواک ٢٠ چنګاښ ٩٦): د اروزګان د ترينکوټ ځايي اوسېدونکي او روغتيايي مسوولين وايي، په ترينکوټ کې د هوايي بريد له امله څلور ښځې وژل شوې دي.

د ترينکوټ اړوند د مهراباد د سيمې اوسېدونکي وايي، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د عملياتو پرمهال هوايي ځواکونو د ملکي کسانو يو کور په نښه کړ.

د دوى په وينا، په دغه بريد کې د يوې کورنۍ څلور ښځې وژل شوي او يوه ژوبله شوې ده.

د اروزګان د ولايتي روغتون يوه ډاکټر ضياءالرحمن، پژواک خبري اژانس ته وويل چې روغتون ته يې نن د مهراباد له سيمې څخه پنځه ښځې ور وړل شوي، چې څلورو يې ساه ورکړې وه او يوه ټپي وه.

مسوولينو په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: چهارشنبه 21 تير 1396 ساعت: 16:16

صفحه بندی