
کابل (پژواک،١٤چنګاښ ٩٦): د ولسي جرګې ځينو غړو د افغانستان د اوبو بندونو په تړاو د ايران د ولسمشر څرګندونې د افغانستان په چارو کې د ياد هېواد ښکاره لاسوهنه وګڼله، ويې ويل چې دا څرګندونې ثابتوي چې ايران له افغانستان سره دښمني لري.
د راپورونو پربنسټ، د ايران ولسمشر حسن روحاني د تهران چاپېريال ککړتيا په ناسته کې چې د افغانستان په ګډون د نړۍ ٣٤ هېوادونو استازو په کې ګډون کړى و، افغانستان کې د يو شمېر بندونو جوړولو په اړه نيوکه وکړه، ويې ويل چې تهران ته د زغم وړ نه ده چې د کجکي، کمال خان، سلما په څېر بندونو جوړولو په وړاندې چې د ايران خراسان، سيستان او بلوچستان په ولايتونو اغېز کوي، چوپ پاتې شي.
خو افغان حکومت وايي، د بندونو جوړول د افغانستان حق دى او د ګاونډيو هېوادونو لپاره ګواښ نه دى.
د ولسي جرګې غړې نظيفې ذکي وويل، د ايران جمهور رييس محمد حسن روحاني دا څرګندونې ثابتوي چې د ايران دولت له افغانانو سره دښمني لري.
هغه زياته کړه: "دې څرګندونو جوته کړه چې ايران د افغان ولس له دښمنانو (طالبانو) سره مرسته کوي."
نوموړې له ايران څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان په کورنيو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي او ګواښ يې وکړ چې له لاسوهنې دې لاس په سر شي.
د هغې په وينا، تېرو څلوېښتو کلونو کې ايران او پاکستان دواړو د افغانستان رژيمونو له مخالفينو ملاتړ کړی او هغوى ته يې وسلې ورکړې دي.
د ولسي جرګې بل غړي نادرخان کټوازي له افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان اوبو په اړه د ايران ولسمشر څرګندونې جدي ونيسي او د ياد هېواد سفير احضار کړي.
نوموړي وويل، افغان دولت بايد د اوبو کابوکولو په تړاو د خپل ولس ګټو په اړه غوڅ تصميم ونيسي.
د ولسي جرګې غړي حفيظ الله بارکزي وويل، ايران او پاکستان د افغانستان په وړاندې ناوړه موخې لري او د هر افغان دنده ده چې د محمد حسن روحاني پر وړاندې غبرګون وښيي، د هېواد له خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا دفاع وکړي.
هغه زياته کړه، د دې پرځاى چې د بهرنيو هېوادونو په ګټه کار وشي، غوره ده چې ټول په يو غږ د روحاني څرګندونو په وړاندې يو دريځ خپل کړي اوغاښ ماتوونکى ځواب ورکړي.
هغه وويل: "زموږ اوبه او خاوره ده او حق لرو چې هر چېرته بند جوړ کړو."
د ولسي جرګې بل غړي نصرالله صادقي زاده وويل، له افغان حکومت څخه غوښتنه کېږي څو د ګاونډويو هېوادونو ملي حاکميت ته په درناوي سره د افغانستان د اوبو ستونزه هواره کړي.
د هغه په وينا، افغانستان يواځينى هېواد نه دى چې له ګاونډيو هېوادونوسره د اوبو په برخه کې ستونزه لري؛ ترکيه، عراق، سوريه او ډېرى هېوادونه هم دا ستونزه لري؛ خو له شخړې او نښتې پرته حل شوې ده.
هغه هيله مندي وښوده چې افغان دولت به د پاروونکو الفاظو له کارولو څخه د ياد هېواد په وړاندې ګام پورته نه کړي او دې موضوع ته دې په مسوولانه ډول د پاى ټکى کېږدي.
د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست، د بندو پر جوړولو او اوبو مهارولو ټينګار وکړ او نيوکه يې وکړه چې ولې دا بندونه نه جوړېږي، زياته کړه: "دا چې زموږ د سياسي مشرانو قبله کابل نه دى، دا بندونه نه جوړېږي او ان د چابهار، سلما او کمال خان بندونو کې معامله وشوه او هغه مهال يې خوشحالي کوله چې موږ له محاصرې څخه ووتو، که تېروتنه و نه کړم، يوه اونـۍ وړاندې د هرات کې د کمال خان بند ساتونکي ووژل شول، د سلما بند د درېيم فاز کار بند شو."
د ولسي جرګې نورو غړو د افغانستان اوبو بندونو په اړه د ايران د ولسمشر وروستۍ خبرې په کلکو ټکو وغندلې.
د ولسي جرګې لومړي مرستيال همايون همايون چې د جرګې نننۍ غونډې مشري يې کوله، وويل چې د افغانستان اوبو په اړه د ايران د لوړپوړو چارواکو وروستۍ څرګندونې بې مورده دي او ښه ده چې ايرانيان د د واړو هېوادونو ترمنځ د اوبو په تړاو شوي تړونونه مطالعه کړي.
هغه د ايران له لوړپوړو چارواکو غوښتنه وکړه چې نه يواڅې د افغانستان اوبو موضوع کې، بلکې امنيتي، کلتوري او جغرافيايي مسايلو کې دې لاسوهنه نه کوي او د افغان ولس دښمنانو له ملاتړ دې لاس په سر شي.
همايون د جرګې بهرنيو اړيکو کمېسيون ته لارښوونه وکړه څو د افغانستان او ايران ترمنځ د اوبو تړون له بهرنيو چارو وزارت څخه وغواړي او ټولو کمېسيونونو ته دې واستوي چې کره ارزونه پرې وشي.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان