کابل (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٦): ولسمشر اشرف غني به د برېښنا کاسا ١٠٠٠ پروژې په اړه د غونډې په څنډه کې د پاکستان له لومړي وزير نوازشريف سره پر يو شمېر موضوعاتو خبرې کوي.
د ولسمشر مرستيال وياند دواخان مينه پال د چنګاښ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا څلور اړخيزه غونډه سبا د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې جوړېږي.
هغه زياته کړه، په دې غونډه کې به د ولسمشر اشرف غني تر څنګ د پاکستان لومړی وزير نوازشريف، د قرغيزستان ولسمشر المازبک اتامبایف او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمانوف ګډون وکړي.
د مينه پال په وينا، دغه راز د دې غونډې په څنډه کې به د ولسمشر اشرف غني او د پاکستان د لومړي وزیر نوازشريف ترمنځ ځانګړې غونډه هم وشي.
د ولسمشر مرستيال وياند وايي چې په دې غونډه کې به د دواړو هېوادونو پر اړيکو او په ځانګړې توګه د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې بحث وشي.
د يادونې ده، تېره مياشت په قزاقستان کې د شانګهاى سازمان په غونډه کې هم د ولسمشر اشرف غني او نوازشريف ترمنځ د ځانګړې ليدنې پر مهال د اړيکو د ښه کولو په موخه د ځينو اقداماتو پر ښه کولو موافقه شوې وه.
د شانګهاى غونډې پر مهال د چين ولسمشر افغان ولسمشر ته وړانديز کړى و چې هېواد يې غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو د ښه کولو لپاره ددريمګړي رول ترسره کړي.
په دې موخه د چين د بهرنيو چارو وزير تېره اونۍ کابل او اسلام اباد ته سفرونه وکړل او ددواړو هېوادونو مشرانو سره يې و ليدل، ددې ليدنو په پايله کې موافقه وشوه، چې ددواړو هېوادونه پلاوي به ډېر ژر کابل او اسلام باد ته سفرونه وکړي.
په ياده څلور اړخيزه غونډه کې به د برېښنا د کاسا ١٠٠٠ پروژې په اړه چې تړون يې تېر کال لاسليک شوى و، د عملي کارونو په اړه بحث کېـږي.
د دې پروژې له مخې به له تاجکستان او قرغيزستان څخه پاکستان ته د افغانستان له لارې زر ميګاواټه برېښنا لېږدول کېږي. دغه راز افغانستان ته هم ٣٠٠ ميګاواټه برېښنا ورکوي. د تړون له مخې دا پروژه بايد په ٢٠١٨ زېږديز کال کې بشپړه شي.
پر دې پروژې ١،١٧ ميليارده امريکايي ډالر لګښت راځي چې د نړيوال بانک، امريکا، انګلستان او يو شمېر نورو ډونرانو له خوا ورکول کېږي.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان