خرید بک لینک

کابل (پژواک، ٢٦ کب ٩٤): د ناټو سازمان سرمنشي وايي چې فساد اوس هم د افغانستان لويه ستونزه او په دې اړه يې له افغان مشرانو سره خبرې کړې دي.

د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ چې پرون په يوه رسمي سفر کابل ته راغلى و، د کب په ٢٦مه يې په کابل کې له يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبريالانو سره د خپل سفر په اړه معلومات شريک کړل.

هغه زياته کړه چې له دغه سفر څخه يې موخه د ناټو د راتلونکې سرمشريزې غونډې په اړه له افغان مشرانو سره له نږدې خبرې کول او هغوى ته بلنه ورکول و.

نوموړي زياته کړه، د ناټو سرمشريزه غونډه چې ټاکل شوې د روان زېږديز کال په جولاى مياشت کې د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې جوړه شي، افغانستان به يې د اجنډا مهمه برخه وي.

جينز سټولټنبرګ وويل چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د روان روزنيز ماموريت، د افغان ملي ځواکونو د مالي ملاتړ او له افغانستان سره د ناټو د دوامداره سياسي همکاريو په اړه خبرې کېږي.

د هغه په وينا، ناټو به په افغانستان کې د ٢٠١٦ کال تر پايه پورې د خپلو سرتېرو اوسنۍ کچه پرېږدي، خو دا چې تر ٢٠١٦ کال وروسته به څومره پرېږدي؟ د ناټو سرمنشي وويل چې په دې اړه تر اوسه پرېکړه نه ده شوې.

د يادونې ده، اوس د ناټو د روزنې په ماموريت کې شاوخوا ١٣ زره سرتېري په افغانستان کې مېشت دي.

د ناټو سرمنشي وويل چې فساد اوس هم د افغانستان لويه ستونزه ده او په دې اړه يې له افغان مشرانو سره خبرې کړې دي.

هغه زياته کړه چې له فساد سره جدي مبارزې ته اړتيا ده او پرون يې ولسمشر اشرف غني، اجرائيوي رييس ډاکتر عبدالله عبدالله او د ملي دفاع له وزير سره يې په دې اړه له نږدې تفصيلي خبرې کړې دي.

جينز سټولټنبرګ وايي: ((د فساد تر څنګ په هره برخه کې پرمختګ غواړو، موږ بايد وګورو چې څومره کار شوى دى، دا پرمختګونه په خپله د افغانستان لپاره هم مهم دي.))

د نوموړي په وينا، د ناټو غړي او متحد هېوادونه بايد خپلو ولسونو ته په افغانستان کې د مثبتونو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي؛ ځکه دا څومره مرستې چې کېږي، د دغو هېوادونو د ولسونو له ماليانو څخه ورکول کېږي.

د ناټو سرمنشي وويل چې د فساد پر ضد مبارزه يواځې د ناټو غوښتنه نه ده، بلکې اروپايي ټولنې، ملګري ملتونه او نړيوال وجهي صندوق هم دا غوښتنه کړې ده.

خو جينز سټولټنبرګ زياته کړه چې افغان مشرانو ورسره د فساد پر ضد د کلکې مبارزې په اړه کلکې ژمنې ورکړې دي.

د هغه په وينا، افغانستان او له افغانانو سره د ناټو مرسته او همکاري يواځې د افغانانو په ګټه نه، بلکې د ناټو او نړيوالې ټولنې په ګټه هم ده.

ده زياته کړه: ((موږ غواړو چې د افغانستان ملي ځواکونه پياوړي کړو، څو دوى له ځايي او نړيوالو ترهګرو سره ښه مقابله وکړي او دغه هېواد يو ځل بيا د نړيوالو ترهګرو پر مرکز بدل نه شي.))

د ناټو سرمنشي وويل چې د فساد تر څنګ دوى په ټاکنيز نظام، ښې حکومتولۍ او نورو برخو کې هم د اصلاحاتو غوښتونکي دي.

هغه زياته کړه چې په ځينو مواردو کې ډېر پرمختګونه هم شوي دي، د روغتيا، ښوونې او روزنې او امنيتي ځواکونه کې ډېر پرمختګونه شوي دي.

جينز سټولټنبرګ وويل چې افغانستان څو کاله ډېر محدود او په کمه کچه ملي ځواکونه درلودل، خو نن پياوړى امنيتي ځواک لري چې د خپل هېواد امنيت يې په خپله ساتلى او د ټولو عملياتو قومانده پر غاړه لري.

خو ده زياته کړه چې اوس هم لا د بشپړ امنيت، ثبات او پرمختګونو لپاره اوږود مزل شته چې بايد ووهل شي.

د هغه په وينا، دوى هڅه کوي چې له افغان حکومت سره په ګده شته ستونزې او ګواښونه له منځه يوسي.

په افغانستان کې وروستيو نا امنيو او د حالاتو د خرابېدو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د ناټو سرمنشي وويل چې په نورو جګړو ځپلو هېوادونو کې هم دا ستونزې وي.

ده زياته کړه: ((موږ همدې لپاره دلته يو چې افغان ځواکونه وروزو، مشورې ورکړو او اوږود مهاله همکاري ورسره وکړو، څو يادې ستونزې هوارې شي.))

هغه زياته کړه چې په افغانستان کې د ناټو له ماموريتونو څخه يې دا زده کړي چې د بهرنيو جګړه ييزو ځواکونو پر ځاى بايد سيمه ييز دولتي ځواکونه پياوړي شي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: چهارشنبه 26 اسفند 1394 ساعت: 16:13

صفحه بندی