
کابل (پژواک،۷ چنګاښ ٩٦): د ناټو سرمنشي وایي چې په افغانستان کې د جګړه ییز ماموریت بیا پیلولو په اړه نه ترې غوښتنه شوې او نه هم دوی په دې اړه کوم پلان لري.
د ناټو سرمنشي جینز سټولټنبرګ دغه څرګندونې د چنګاښ په ۷مه، د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې ددغه سازمان ددفاع وزیرانو تر غونډې مخکې په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.
د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو او متحدینو د دفاع وزیرانو یوه ورځنۍ غونډه سبا دچنګاښ په ۸مه، پيلیږي چې په کې د افغانستان ددفاع سرپرست وزیر طارق شاه بهرامي هم ګډون کوي.
د ناټو سرمنشي وویل، په دې يوه ورځنۍ غونډه کې د ناټو د دفاعي لګښتونو، دفاعي پروګرامونو، ناټو او اروپایي ټولنې پر همکاریو او دغه سازمان ته پر ورپېښو ننګونو او ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې خبرې کېږي.
سټولټنبرګ زیاته کړه، د دې غونډې په څنډه کې به د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته هم ترسره شي چې د ناټو د ٢٩ غړو هېوادونو او متحدينو د دفاع وزيران او د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزير په کې ګډون کوي.
سرچينه وایي، په دې غونډه کې به په افغانستان کې د ناټو د روزنې د ماموريت پر دوامداره ساتلو او په افغانستان کې د ناټو د سرتېرو د شمېر په اړه خبرې وشي.
د ناټو سرمنشي وویل، په افغانستان کې د ناټو او امریکا پوځي قوماندانانو د نورو سرتېرو د لېږلو غوښتنه کړې چې یو شمېر غړو هېوادونو لا دمخه د نورو سرتېرو د لېږلو اعلانونه کړي او اټکل کیږي چې په سبانۍ غونډه کې به نور هېوادونه په دې اړه ژمنې وکړي.
خو هغه زیاته کړه چې افغانستان ته د نورو سرتېرو د لېږلو په اړه وروستۍ پرېکړه او د سرتېرو شمېره په سبانۍ غونډه کې په ډاګه شي.
جینز سټولټنبرګ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، دوی په افغانستان کې د جګړه ییز ماموریت د بیا پیلولو کوم پلان نه لري او نه هم په دې اړه چا ترې غوښتنه کړې ده.
خو نوموړي د افغانستان پر خراب امنيتي حالت اندېښنه وښوده او ویې ویل چې هلته ستونزې او ننګونې ډېرې دي، خو افغان ملي ځواکونه په مېړانه ورسره مقابله کوي.
د هغه په وینا، ناټو د افغان ځواکونو د روزنې ترڅنګ د هغوی د هوایي ځواک د پیاوړولو او د ځواکونو د رهبرۍ د کچې د پیاوړي کولو په برخه کې ډېر تمرکز کوي.
له طالبانو سره د روسیې د اړیکو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د ناټو سرمنشي وویل، دوی هم داسې راپورونه اورېدلي او کره اسناد نه لري.
خو هغه زیاته کړه، ناټو د افغانستان د ملي یووالي حکومت په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي .
ده زیاته کړه، افغان ولسمشر د سولې لپاره چې د کابل پروسې په نامه کومه نوې پروسه پیل کړې، ناټو یې ملاتړ کوي.
د ناټو سرمنشي وویل، که چېرې روسیه د افغانستان د حکومت په مشرۍ د سولې له هڅو او هلو ځلو ملاتړ کوي، نو ناټو یې هرکلی کوي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته کې د ناټو ملکي استازى او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نېکولسن، د مګرو ملتونو او اروپايي اتحاديې ځانګړي استازي هم برخه واخلي.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان