خرید بک لینک

کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۹۶): ولسمشر محمد اشرف غني هېوادوالو او اسلامي نړۍ ته د کوچني اختر د مبارکۍ ویلو تر څنګ یو ځل بیا له وسله والو مخالفینو غوښتي چې له جګړې لاس واخلي، کنه وبه ځپل شي.

ولسمشر، چې د اختر له لمانځه وروسته یې د ارګ په جومات کې خبرې کولې، له وسله والو یې وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي او سوله وکړي.

هغه زیاته کړه: ((وسله والو ته، چې هره ورځ بې ګناه خلک د غم پر ټغر کېنوي، ښکاره وایم چې تاسو نور وخت نه لرئ، پرېکړه وکړئ، که افغانان یاست د سولې لپاره اقدام وکړئ او که افغانان نه یاست امنیتي ځواکونه به مو وځپي.))

نوموړي د دې خبرې ترڅنګ چې افغان حکومت د سولې غوښتونکی دی، خو واضح شرطونه لري، د افغان دولت مخالفینو ته په خطاب کې وویل: ((وسله والو مخالفینو! باید وپوهېږئ چې تاسو له خپلو ملاتړو سره یوازې یاست، خو افغان حکومت نړۍ، اسلامي اجماع او خپل خلک تر څنګ لري او هېڅکله به له خپله ملته مخ ونه ګرځوي.))

غني، د روژې په مبارکه میاشت کې د افغانستان د دښمنانو له لوري پر افغانانو تحمیل شوي لوی غم ته په اشارې وویل: ((نن د کوچني اختر مبارکي ټولو هېوادوالو ته وایم، ټپیان ته بېړنۍ روغتیا او شهیدانو ته برین جنت غواړم، هیله ده په افغانستان کې سراسري سوله او ثبات رامنځته شي.

د هېواد د وسله والو ځواکونو اعلی سرقوماندان د خپلو خبرو په دوام د امنیتي ځواکونو چې اوس له خپلو کورنیو لرې د هېواد د دفاع لپاره په سنګرونو کې ناست دي، ستاینه وکړه او ویې ویل چې هغوی د هېواد رښتیني اتلان دي او دمګرۍ خپله اسلامي او ملي دنده پر مخ وړي او باید له هغوی مننه وکړو.

ولسمشر، د کابل له ښاریانو، په مشورتي ناستو کې د هغو د مشورو له امله مننه وکړه او ويې ویل چې د دې مشورو په رڼا کې د کابل ښار لپاره امنیتي پلان او دغه راز اقتصادي او پرمختیايي بېړني پلان، چې ترتیب شوي دي، له هېوادوالو سره شریک کړي.

د هغه په خبره، د دې مشورو لړۍ به د هېواد تر ټولو ولایتونو وغځېږي او په ولایتونو کې به د خلکو د ټولو قشرونو استازي، د مشورو اخیستو لپاره کابل ته را وبلي، څو ټول هېوادوال د حکومت په برنامو او پلانونو کې ځان شریک وبولي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: يکشنبه 4 تير 1396 ساعت: 15:54

صفحه بندی