خرید بک لینک

اسعداباد(پژواک،٢٦کب٩٤):د کونړ ولايت په دوه ولسواليوکې وسله والو طالبانو،امنيتي ځواکونو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ ولايت امنيت قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېلي د کب په٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د اسمار ولسوالۍ د ډبروړو په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.

هغه وايي چې په دې نښته کې څلور طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

نوموړي دا هم وويل چې د نښتې پرمهال يو د ملي اردو سرتېرى وژل شوى او يو بل ټپي دى.

قوماندان وايي چې په دې سيمه کې اوس هم د امنيتي ځواکونو له لورى عمليات روان دي، ترڅو دغه سيمه له طالبانو څخه پاکه کړي.

ده وويل: (( په دې سيمه کې موږ مشکل درلوده او دغه سيمه چې له طالبانو پاکه کړو نو د ناړۍ او غازي اباد ولسواليو لارې به بېرته له مرکز اسعداباد سره ونښلول شي.))

وسله وال طالبان هم ياده نښته تاييدوي.

ددې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د اسمار ولسوالۍ د ډبروړو په سيمه کې طالبانو د امنيتي ځواکونو ٢١سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

مجاهد په دې نښته کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

دغه راز د کونړ امنيه قوماندان دا هم وويل چې تېر ماښام د غازي اباد ولسوالۍ د حاجي اباد په سيمه کې د عامو خلکو په يو سراچه موټر د ماين چاودنه شوې ده.

هغه وايي چې په دې چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.

سيدخېلي وويل چې دغه ماين د افغان دولت د وسله والو مخالفينو له لوري ځاى پرځاى شوى و.

خو د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه د يادې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: چهارشنبه 26 اسفند 1394 ساعت: 14:29

صفحه بندی