خرید بک لینک

غزني ښار (پژواک،۲۶ کب۹۴): په غزني ولايت کې د ښاري بې نظميو د مخنيوي په موخه د ښاري انضباط قطعه جوړه شوې چې په لنډه موده کې ګڼې لاسته راوړنې هم لري.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د کب په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښاري انضباط دغه قطعه يې دوه اوونۍ وړاندې جوړه کړې ده.

د هغه په وينا،ددې قطعې له جوړېدو څخه اساسي موخه په ښار کې د خلکو او امنيتي ځواکونو له لوري د بې نظميو مخنيوى دى.

امرخېل وايي: (( دغه قطعه د تورو ښيښو لرونکو موټرو ښيښې پاکوي، د بې اسناده موټرو مخنيوى کوي او هغه سرتېري نيسي چې خلک ځوروي او ياهم په نشه يي توکو روږدي دي.))

ده وويل چې د يادې قطعې د ملاتړ په موخه يې د پوليسو د ځانګړې قطعې لس سرتېري هم ورسره يوځاى کړي دي.

امرخېل وايي: ((د شهري انضباط قطعې لپاره موږ تشکيل نه درلود، خو ما له نورو قطعاتو يو يو او دوه دوه سرتېري راټول کړي، دغه ٢٥ کسيزه قطعه مې جوړه کړې او د هغوی د ملاتړ لپاره مې چې کوم زورواکی ورسره ناسم برخورد ونه کړي د خاصې قطعې يو زرې پوش او لس سرتېري هم درولي دي.))

د قوماندان په وينا،دغه قطعه د هغو رېنجر موټرو د پيدا کولو دنده هم لري چې د جګړې پرمهال وسله والو مخالفينو ترلاسه کړي او اوس غواړي په غزني ښار کې د هغه په واسطه بريدونه ترسره کړي.

ده د يادې قطعې د لاسته راوړنو په اړه وويل: (( هره ورځ تر ۵۰ پورې د موټرو تورې ښيښې پاکوي، تر اوسه د دغې قطعې منسوبينو شپږ پوليس سرتېري په ښار کې د بې بندو باريو په تور نيولي او هره ورځ لسګونه بې اسناده موټر هم نيسي.))

ده وويل چې همدې قطعې په ياده موده کې د څو ماينونو د چاودنې مخنيوى هم کړى دى.

د غزني ولايت اوسېدونکي هم د يادې قطعې په جوړېدو خوښ دي.

د غزني ښار اوسېدونکي محمد رحيم اريا پژواک ته وويل چې د دې قطعې په جوړېدو سره په ښار کې ډير نظم رامنځته شوى دى.

هغه وايي: (( له کله نه چې دغه قطعه جوړه شوې د امنيتي کسانو رفتار بيخي تغير کړى، پخوا به ډير تيز تلل خو اوس څوک تيز نه شي تللى.))

ده وويل چې تر دې وړاندې به ډيرى وخت د پوځي موټرو د ډير سرعت له امله ګڼې ترافيکي پېښې رامنځته کېدې خو اوس دغه ستونزه تر ډيره بريده حل شوې ده.

د غزني ښار يو تن هټۍ وال محمد اسلم هم پژواک ته وويل: (( له کله نه چې دغه قطعه جوړه شوې په ښار کې د پوځي موټر د ډير تګ راتګ مخه نيول شوې ده او خلک پرې خوښ دي.))

د هغه په اند، که په ښار کې د پوځي موټرو او سرتېرو ګڼه ګوڼه کمه وي، نو امنيتي ستونزې به هم کمې وي.

د غزني د امنيه قوماندان په وينا، دغه قطعه اته ساعته دنده تر سره کوي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: چهارشنبه 26 اسفند 1394 ساعت: 13:05

صفحه بندی