
کندهار (پژواک، ۲۹ وری ۹۶): چارواکي وايي چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو اړوند د سرحد دارۍ د وسلو په زېرمتون کې د تېرې شپې اور لګېدنې مالي زیان اړولی خو ځاني زیان نه لري.
تېره شپه د یوې بجې په شاوخوا کې دغلته اور ولګېد چې د یادې ولسوالۍ د بازار د اوسېدونکو په وینا تر یو ساعت پورې د چاودنو غږونه اورېدل کېدل چې خلک یې وېرولي او نا ارامه کړي وو.
په دې اړه د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک د وري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه شاوخوا یوه بجه د سرحدي پولیسو د سرحد دارۍ د وسلو په ډیپو کې اور لګېدلی و چې تر اوسه یې لامل معلوم نه دی.
هغه زیاته کړه، د اورلګېدنې د علت معلومولو لپاره یوه پلاوی سیمې ته لېږل شوی دی.
خو دی وايي چې د اور لګېدو له امله یوازې مالي زیان اوښتی او ځاني زیان نه لري.
دی وايي په دې پېښه کې د وسلو او مهماتو تر څنګ یو موټر سوځېدلی او د سرحد دارۍ تر څنګ د یوه روغتیايي مرکز د ودانۍ یو څو کړکۍ هم ماتې شوې دي.
خو یوې امنیتي سرچینې پژواک ته وویل چې په دې پېښه کې د یاد روغتیايي مرکز ۶ ډاکتران او ناروغان ټپیان شوي دي.
د سپین بولدک ولسوالۍ د بازار اوسېدونکو پژواک ته وویل چې دې پېښې وېرولي او نا ارامه کړي وو.
د دې سیمې یو اوسېدونکی عبدالشکور وايي: ((نیمه شپه وه، خلک ویده وو چې د سپکو او درنو وسلو د ډزو غږونه پیل شول، په پیل کې فکر کېده چې جګړه ده خو وروسته خبر شوو چې د سرحدي پولیسو په سرحددارۍ کې اور لګېدلی دی.))
د دې پېښې په اړه تر دې مهاله نور جزئیات نه دي ورکول شوي.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان