خرید بک لینک

کابل (پژواک، ۴ وری ۹۶): روسیې ویلي دي، چې امریکا د افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې له ګډون څخه معذرت کړی دی.

ټاکل شوې ده، چې د روان زیږدیز کال داپریل میاشتې په لومړیو مې د روسیې په کوربه توب په مسکو کې دافغانستان په اړه د ۱۲ هیوادونو غونډه ترسره شي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر تیره اونۍ مسکو ته د سفر پر مهال ویلي وو، چې روسیې په دې غونډه کې امریکا ته هم دګډون بلنه ورکړې ده.

د روسیې دبهرنیو چارو وزارت وري په ۴مه، اعلان کړی،چې امریکا نه غواړي د مسکو په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي : (( مسکو تراوسه دافغانستان په اړه د امریکا له څرګندې تګلارې ناخبره دی.))

مسکو په دې اړه د واشنګټن پر وروستۍ پریکړې دافسوس څرګندونه کړې ده.

روسیې تر دې مخکې هم د افغانستان په اړه دوه غونډې کړې وې، چې په لومړی یې افغانستان ته بلنه نه وه ورکړې، چې دافغانستان له کلک غبرګون سره مخ شوی و.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: شنبه 5 فروردين 1396 ساعت: 13:06

صفحه بندی