
لښکرګاه (پژواک، ١١ تله ٩٥): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې د دغه ولايت لپاره د وسله والو طالبانو مرستيال والي وژل شوى دى.
په هلمند کې د ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي د تلې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د مرکز لښکرګاه اړوند د بولان په سيمه کې هوايي بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې د دغو بريدونو په ترڅ کې د هلمند لپاره د وسله والو طالبانو مرستيال والي او د پوځي کمېسيون رئيس حاجي طالب وژل شوى دى.
ده وويل چې په یادو بريدونو کې يو شمېر نور طالبان هم وژل شوي او ځيني نور ټپيان دي.
دغه راز د هلمند د ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مشر محمد شاکر بشير هم د ياد کس وژل کېدل تاييد کړل.
ده وويل: ((موږ هم خبر شوي يو چې د تيرې شپې په بريدونو کې د هلمند لپاره د وسله والو طالبانو مرستيال والي وژل شوى دى.))
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
له وړمې ورځې راهيسې د هلمند د مرکز لښکرګاه د درېيمې حوزې اړوند د بولان په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
هلمند افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې څلور ولسوالۍ له طالبانو سره دي او د يو شمير نورو ولسواليو يواځې ودانۍ د امنيتي ځواکونو په لاس کې دي.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان