
کابل (پژواک ۱٠ تله ۹۵): لوى څارنوال وايي، په افغانستان کې د ماشومانو پر وړاندې د تېروتنو د مخنيوي او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د قضيو د منصفانه او عادلانه څېړنې لپاره يې په ياده اداره کې په لومړي ځل معينيت ایجاد کړ.
د افغانستان لوی څارنوال څارنپوه محمد فريد حميدي، نن په کابل کې د يوې ناستې پر مهال د ماشومانو پر وړاندې د تېروتنو، د ښځو د تاوتريخوالي د مخنيوي او بشري حقونو د ملاتړ په نوم معينيت د يادې ادارې په وړانديز او د ولسمشر تر منظوري وروسته، نن تاسیس او په کار يې پیل وکړ.
هغه زياته کړه، له دې سره سره چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره ډېر کار شوی، خو بيا هم په ولايتونو او د هېواد په لرې پرتو سيمو کې مېرمنې او ماشومان له ګڼو سره لاس او ګرېوان دي.
حميدي وايي: "په افغانستان کې له سياسي پلوه د مېرمنو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي، خو دا چې دا پرمختګونه په متوازن ډول نه دي رامنځته شوي، موږ يو لړ ستونزې لرو؛ د بېلګې په ډول، مېرمنې په کورنۍ، ټولنه، اقتصادي برخو کې د پام وړ فعاليتونه لري؛ ان تر ډېره بريده درناوی يې نه کېږي."
د هغه په وينا، د لويې څارنوالۍ په اداره کې د ښځو د تاوتريخوالي د مخنيوي، د ماشومانو پر وړاندې د تېروتنو او بشري حقونو د ملاتړ په موخه د معينيت رامنځته کېدل، د ښځو او ماشومانو پر وړاندې په تدريجي ډول د شته ستونزو لاملونه رابرسېره کوي او د مخنيوي لپاره په کې حل لار لټول کېږي.
لوى څارنوال زياتوي: "د دې معينيت د رامنځته کېدو اصلي موخه دا ده چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي قضيو او د ماشومانو پر وړاندې تخطيو ته منصفانه او عادلانه ډول رسېدنه ده، مېرمنې او ماشومان ډېر زيانمنوونکى قشر دی، نو اړتيا ده چې پر وړاندې يې عادلانه او منصفانه پرېکړې او برخورد وشي."
نوموړي ډاډ څرګند کړ چې د ياد معينيت په رامنځته کېدو سره به مېرمنې او ماشومان په آزادانه ډول پرته له کومې ستونزې خپل مشکلات په منظم ډول شريک او دغه معينيت به يې ستونزې په جدي ډول وڅېړې او د مخنيوي لپاره به يې حل لارې ولټوي.
د بشري حقوقو د خپلواک کميسيون مشرې سيما سمر د ياد معينيت له جوړېدو خوښي وښوده او ټينګار يې وکړ چې دا معينيت بايد په جدي ډول د ېرمنو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي او تېروتنو اصلي عوامل راپيدا اود مخنيوي لپاره يې عملي او کوټلي ګامونه اوچت کړي.
هغې وويل: "ترڅو چې په ټولنه کې عام شموله عدالت رامنځته نه شي، د سولې هر ډول قراردادونه موږ ته عدالت نه شي راوستلى، د تاوتريخوالي د مخنيوي چارې بايد له کورنيو راپيل شي، ترهغې وروسته مقننه قوا د داسې قوانينو د تصويب مخه ونيسي چې په يو ډول نه يو ډول د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د رامنځته کېدو لامل ګرځي."
په ياده ناسته کې د ولسمشر د مېرمنې رولا غني پيغام هم ولوستل شو، چې په د ياد معينيت د رامنځته کېدو هرکلی شوی او ويلي يې دي چې د دې معينيت له لارې به د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي او د ماشومانو پر وړاندې د هر ډول تېروتنې مخه به ونيسي.
د ياد معينيت مشرې ميلحه حسن وايي، ياد معينيت د مېرمنو او ماشومانو پر وړاندې شته ستونزو په پام رامنځته شوی، ترڅو د تاوتريخوالي او تېروتنو ټولې قضيې حل او وڅېړي او د هغو د عواملو د مخنيوي لپاره يو منظم چارچوب جوړ کړي.
هغې د يوې پوښتنې په ځواب کې چې په دې اړه رياستونه او ان يو وزارت کار کوي، نو د دې معينيت رامنځته کېدل به کومه ځانګړنه ولري، ترڅو وکولای د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د شته ستونزو مخه ونيسي، وويل: "په نورو اجرايه ارګانونو کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي او تېروتنو د مخنيوی ټولې ادارې پاليسي جوړوونکې ادارې دي، خو د څارنوالۍ کړنې مسلکي دي او کړنې يې د تاوتريخوالي او تېروتنو د عاملينو تعقيب او قربانيانو ملاتړ او د هغوی ستونزو ته رسېدنه ده."
د لويې څارنوالۍ د معلوماتو له مخې، ياد معينيت درې رياستونه او دوه امريته لري او ميلحه حسن چې د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو استاده ده، د معينې په توګه ګومارل شوې ده.
د يادونې وړ ده چې ياد معينيت تردې وړاندې په ياده اداره کې د رياست په چوکاټ کې کړنې ترسره کولې.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان