خرید بک لینک

کابل (پژواک ٨ تله ٩٥): په پاکستان کې مېشتو افغان فابريکو لرونکو له ولسمشر غني څخه په افغانستان کې د ځمکې د ورکړې، د برېښنا د انرژې د تامين او کاري امنيت غوښتنه وکړه.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژوک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني له یو شمېر هغو افغان فابریکه لرونکو سره، چې دا مهال پاکستان کې فعالیت کوي، په ارګ کې وکتل.

سرچينه کاږي، په دغې کتنه کې یادو فابریکو لرونکو له دولت څخه په افغانستان کې د ځمکې د ورکړې، د برېښنا د انرژۍ د تامین او کاري امنیت په اړه پاملرنه وغوښته.

سرچينه زياتوي چې اشرف غني هغوی ته وویل، د ده دنده افغانانو ته خدمت ترسره کول دي او اراده لري، چې په دې برخه کې خپلو وطنوالو ته د عزتمند کار زمینه برابره کړم.

ده زیاته کړه: "د راستنېدونکو د استوګنې لپاره په باریک اب سیمه کې هر اړخیز ترتیبات په پام کې نیول شوي دي، تاسو ته ډاډ درکوم چې غوښتنو ته به مو رسیدګي وشي او د ځمکې او برېښنا د چمتو کولو لپاره به اقدامات ترسره شي."

د هغه په وينا، حکومت څو ګامونه اخيستي دي، له هغې جملې یې د انرژۍ په برخه کې څو تفاهمنامې لاسليک کړي، چې د فابریکو او صنعتي ښارګوټو د انرژۍ په تامین کې به ګټورې تمامې شي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: پنجشنبه 8 مهر 1395 ساعت: 16:50

صفحه بندی