ګردېز(پژواک،١٠کب٩٤): په تېرو څو کلونو کې د پکتيا ولايت له درېيو ولسواليو څخه د امنيتي ستونزو او ښوونکو د نشتون له امله له دوولسم تولګي څخه څوک نه دي فارغ شوي.
په دې ولسواليو کې وزي ځدراڼ، شواک او ګرده څېړۍ شاملې دي.
د اړوندې موضوع په اړه د شواک ولسوالۍ اوسېدونکي حبيب الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پکتيا د پوهنې رياست د نه پاملرنې امله له يادو درېيو ولسواليو څخه په تېرو ١٤کلونو کې څوک نه دي فارغ شوي.
هغه وايي: (( دلته نه لېسه شته او نه هم د امنيتي ستونز له امله کوم ښوونکى زړه ښه کوي چې راشي او درس ورکړي ، نو ځکه موږ په ځدراڼ مېشتو ولسواليو کې هيڅ د دوولسم ټولګي فارغ نه لرو.))
دغه راز د وزي ځدراڼ ولسوالۍ اوسېدونکي نوراغا ځدراڼ هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې حکومت په دې برخه کې څو ځلې هڅې کړي خو مثبته پايله يې نه لرله.
هغه وايي: (( دا درې ولسوالۍ غرنۍ دي يو کور په يو ځاى کې دى يو کور په بل ځاى کې دى او استادان هم ځکه نه راځي چې ليليه ورته نشته، نور امکانات هم نه ورکول کيږي او امنيتي ستونزې هم ډيرې دي نوځکه هيڅ د دوولسم ټولګي فارغ نه لرو.))
هغه زياتوي چې حکومت بايد خپلې وروستۍ هڅې وکړي ترڅو په دې ولسواليو کې د نورو ولسواليو په څېر د زده کړو پراخه زمينه برابره کړي.
ده وويل: ((په تېرو ١٤کلونو کې په هېواد کې د پوهنې بهير د پام وړ پرمختګ کړى خو زموږ يو کس هم نه دى فارغ شوى دا زموږ په حق کې ستره جفا ده.))
د ګردې څېړۍ ولسوالۍ اوسېدونکي احمدشاه هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې د ځدراڼ مېشتو ولسواليو د اوسېدونکو لپاره دې هم د نورو په څېر د زده کړو زمېنه برابره شي.
د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا ولايت د پوهنې رياست سرپرست لقمان حکيم پژواک ته وويل چې په تېرو څو کلونو کې يو شمېر مشخصو کړيو هڅه کړې چې په ځدراڼ مېشتو ولسواليو کې د زده کړو مخه ونيسي.
خو هغه ددې کړيو په اړه نور جزييات ور نه کړل.
هغه وويل چې يادو درېيو ولسواليو ته يې سفرونه کړي او په دې ولسواليو کې يې د لېسې تر کچې د ښوونځيو د فعالولو لپاره منظم پلان جوړ کړى دى.
دغه راز د پکتيا ولايت د پوهنې رياست د مشورتي بورډ غړي اسماعيل لاروي پژواک ته وويل چې که حکومت نه شي کولاى په ځدراڼ مېشتو ولسواليو کې د زده کړو زمينه برابره کړي نو په مرکز ګردېز کې دې د يادو ولسواليو د اوسېدونکو لپاره د زده کړو اسانتياوې رامنځته کړي.
هغه وايي چې د وزي ځدراڼ، ګردې څېړۍ او شواک ولسواليو دغه حالت د پکتيا ولايت د پوهنې په بهير منفي اغېز کوي، بايد جدي پاملرنه ورته وشي.
د پکتيا ولايت مرستيال والي عبدالولي سهي پژواک ته وويل چې ډير ژر به په يادو ولسواليو کې د ښوونځيو د جوړولو لپاره سروې ترسره شي.
د هغه په وينا، د يادو ولسواليو د اوسېدونکو د همکارۍ په صورت کې به په راتلوونکي کال کې په دې ولسواليو کې يو شمېر لېسې په فعاليت پيل وکړي.
د يادو ولسواليو د اوسېدونکو د معلوماتو له مخې، دم ګړۍ ددې ولسواليو اوسېدونکي تر نهم ټولګي پورې په خپلو سيمو کې زده کړې کوي، خو تر هغه وروسته له نامعلوم برخليک سره مخ دي.
- - , .
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان