خرید بک لینک

جلال اباد (پژواک، ۸ تله ۹۵): ننګرهار ولایت د کانال ادارې د هډې فارم اړوند د ثمرخېلو په سيمه کې پر سل جریبه ځمکه د مالټو د بڼ جوړولو چارې پرانیستل شوې.

د ننګرهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر له لوري د تلې په ۸مه پژواک اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد بڼ د درېيو موخو پر بنسټ جوړ شوی چې لس جريبه ځمکه يې (mother stock) دی چې د يیوند لپاره به ور څخه کار واخيستل شي.

په خبرپاڼه کې د ثمرخېلو د قوريې مدير شوکت الله له قوله راغلي چې د دغه باغ لس جريبه یې د (ويل کمر) تخم لپاره کارول کېږي او پنځه اويا جريبه نور يې د حاصلاتو په موخه جلا شوی دی.

هغه زياته کړه، دا د مالټو اصلاح شوي ورایټې ګانې دي چې له اروپا څخه راوړل شوې دي کوم چې د ننګرهار له اوبو او هوا (اقلیم) سره توافق لري او د نورو ورایټیو خلاف تر درېیو کلونو وروسته د حاصل په ورکولو پیل کوي.

د شوکت الله د معلوماتو له مخې چې دغه ونې په شپږم کال د خپل حاصل اعظمي حد ته رسېږي چې يوه ونه به د پنځوسو له ۵۰ څخه نیولې تر اتیا ۸۰ کیلو ګرامه پورې حاصل ورکړي.

بلخوا د دغه ولایت د کانال رييیس غلام حضرت عبدالرحیمزی وايي، په پلان کې لري چې ډېر ژر په لس جریبه ځمکه کې د اصلاح شوو مالټو نوی باغ هم جوړ کړي .

د هغه په وينا، په پلان کې ده چې په را روانو کلونو کې تر لس زره جریبه په زیاتو ځمکو کې د مالټو باغونه جوړ شي چې په دغه کار سره به له پاکستان څخه د واردېدونکو مالټو په برخه کې پنځوس سلنه کمښت راشي.

د يادونې ده، په ننګرهار ولايت کې پخوا د مالټو او نورو ستروس ډېر باغونه وو، خو ډېرى يې په کورنيو جګړو کې له منځه وړل شوي دي.

په ننګرهار کې د کانال پروژه د هېواد په کچه ستره پروژه ده چې د زیتونو تېل، د زیتونو اچار، ستروس (نارنج، چکوتره، مالټه، لیمو..) او لبنیات یې له تولیداتو ګڼل کیږي، که یادې پروژې ته ځانګړې پاملرنه وشي او د پخوا په څېر فعاله شي نه یواځي ډېرو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي، بلکې یاده پروژه به د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې خپل رغنده رول ولوبوي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: پنجشنبه 8 مهر 1395 ساعت: 2:46

صفحه بندی