
کابل (پژواک ٢٤ کب ٩٤): ولسمشر غني وايي، د پوهنې برخې ته پاملرنه زياتوي او چا چې د ښوونځيو د ودانيو د جوړولو د تخصيص په برخه کې فساد کړى، نوملړ به يې خپور شي.
نوموړي دغه څرګندونې د کابل ولايت له مسوولينو، په ملي شورا او ولايتي شورا کې د کابل استازو او بېلابېلو اقشارو سره د کتنو په لړ کې د دې ولايت د بېلابېلو ولسواليو له استازو سره په ارګ کې د کتنې پرمهال کړې دي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته هم رارسېدلي، راغلي چې ولسمشر د ګډون کوونکو د ستونزو او غوښتنو له اورېدلو وروسته له هغوى څخه مننه وکړه چې د خلکو غوښتنې او وړانديزونه يې مطرح کړل.
دى وايي: "موږ د خلکو ستونزې اورو او حکومت د خلکو د خدمت وسيله ده. د کابل په ستونزو به بحث ادامه ولري او مناسبې حل لارې به ورته وموندل شي."
هغه زياته کړه، د کابل ښار او ولسواليو د خلکو د ستونزو د تشخيص په برخه کې بايد ټول اقشار ونډه واخلي. د هرې ولسوالۍ پلانونه او اړتياوې به جلا وڅېړل شي، ترڅو د ټولو ولسواليو تر منځ توازن په پام کې ونيول شي او ټولنيز عدالت رعايت شي.
د ده په وينا، د دولت او خلکو تر منځ د همکاري فضا بايد زياته پياوړې شي، ترڅو د کابل شل کلن ليدلورى رامنځته شي.
ولسمشر وويل، د ملي پيوستون پروګرام د ښار، ناحيې، کليو او د هېواد د ټولو ولسواليو په کچه پياوړى کېږي.
نوموړي زياته کړه، خلک بايد له دولت سره په همغږۍ کوښښ وکړي چې په بېلابېلو برخو کې د حکومت برنامې پياوړې شي.
غني د کرنيزو توکو د صادراتو په هکله وويل، له خصوصي سکتور سره په همغږي به هره ورځ ۶۰۰ ټنه مېوه د هېواد له هوايي ډګرونو څخه د سيمې هېوادونو ته صادره شي.
هغه زياته کړه، په باريک اب ساحه کې لومړني کرنيز صنعتي پارک هم جوړېږي.
د نوموړي په خبره، د مېوو په موسم کې ښايي تعرفه بدلون ومومي، ترڅو په بهرنيو وارداتو زياته ماليه وضع شي او تينګار يې وکړ چې ټول ښاريان بايد له داخلي توليداتو څخه ګټه واخلي.
اشرف غني څرګنده کړه، ۲۹بندونه تر کار لاندې دي او په اړه به يې زيات تخنيکي مطالعات وشي.
دى وايي، د هرات سلما بند تازه د برېښنا توليد پيل کړى او ژر به ګټه اخيستنې ته وسپارل شي.
ولسمشر د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو د هلو ځلو او سرښندنو قدرداني وکړه او د امنيت په ټينګښت کې يې د خلکو رول مهم وباله او ويې ويل، د خلکو له مشارکت پرته امنيت نه تامينېږي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د کابل ولايت د بېلابېلو ولسواليو (بګرامي، ده سبز، پغمان، چهار اسياب، فرزه، استالف، کلکان، قره باغ، شکردره، ميربچه کوټ، ګلدره، سروبي، خاکجبار او موسهي) استازو د ولسمشر د دې اقدام قدرداني وکړه او د امنيتي، روغتايي، زده کړې، د کرنيز سکتور د ودې او د کرنيز انسټيټيوټ د جوړولو، د برېښنا، د مېوو د سړو خونو، بندونو او سرکونو د جوړولو او د ښځو د شوراګانو د پياوړتيا په برخو کې خپلې سيمه ييزې ستونزې او اړتياوې يادې کړې.
سرچينه زياتوي، په دې غونډه کې د ولسي جرګې غړې شينکۍ کړوخېل او د کابل د ولايتي شورا غړي قاري پادشاه خان د حکومت د برنامو د ملاتړ په ترڅ کې د سيمه ييزې ادارې او ولسواليو تر منځ د همغږي د زياتوالي او همدارنګه د کابل د ليرې سيمو د اوسېدونکو د ژوند د ښه والي په هکله خبرې وکړې.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان