
کابل (پژواک،٢٠ وږى ٩٥): حزب اسلامي وايي چې له دولت سره يې د سولې خبرې نهايي شوې او ډېر ژر به یې ترمنځ هوکړه لاسليک شي، بلخوا ارګ وايي چې په دې برخه کې پرمختګ شوى، خو لا نهايي شوى نه دى.
د حزب اسلامي او د افغانستان د دولت تر منځ له تېرو څو مياشتو راهيسې د سولې خبرو اترړ څو پړاوونه ترسره شوي او د سولې پر طرحې او متن موافقه هم شوې وه، خو وروسته ځينې ستونزې پيدا شوې چې دا پروسه یې وځنډېدله.
تېره مياشت د انجنير امين کريم په مشرۍ د حزب پلاوى يو ځل بيا کابل ته راغى او له حکومت سره يې د سولې پر پاتې خبرو او ستونزو خبرې پيل کړې.
د حزب اسلامي د مشر انجنير حکمتيار زوى حبيب الرحمن په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې ليکلي چې له ډېرو بحثونو وروسته بالاخره د سولې د طرحې پر ټولو مادو موافقه وشوه او دواړو لورو پرې اتفاق وکړ.
د هغه په وينا، ټاکل شوې چې د دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولې پر تړون نن (د شنبې ورځ) په کابل کې لاسليک وشي.
هغه ټولو هېوادوالو ته د دې سولې مبارکي هم ورکړې ده.
د ولسمشر مرستيال وياند دوا خان مينه پال پژواک اژانس ته وويل چې له حزب اسلامي سره د سولې په برخه کې ډېر پرمختګ شوى دى.
خو هغه زياته کړه چې توافق تر اوسه نهايي شوې نه دی.
مينه پال له دې ويلو ډډه وکړه چې ګواکې له حزب اسلامي سره د سولې پر تړون نن لاسليک کېږي.
برچسب: د حکومت او دولت ترمنځ توپیر,
نویسنده: کاوه محمدزادگان