خرید بک لینک

کابل (پژواک، ١٩ وږى ٩٥): ولسمشر اشرف غني په ارګ کې د شهید اونۍ په مناسبت د ختم القرآن په جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړ.

له ارګ څخه د وږي په ١٩مه، پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د شهید اونۍ په مناسبت د قرآن عظیمالشان د ختم مراسم کې محمد اشرف غني، د کابینې او ملي شورا د یو شمېر غړو، علماوو او د هېواد د ملي شخصیتونو په حضور کې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شول.

سرچينې زياته کړې، په دغه مراسمو کې د هېواد جمهور رئیس او ګډونوالو د هېواد د آزادۍ ټولو شهیدانو په ځانګړي ډول د وروستیو پېښو شهیدانو پاک روح ته د دعا لاسونه لپه کړل او د خدای تعالی په دربار کې یې هغوی ته مغفرت وغوښت.

دغه راز ولسمشر نن له غرمې وروسته د جمهوري ریاست د محافظت ریاست د فزیکي امنیت مرستیال شهید جنرال محمدزمان احمدزي د فاتحې مراسمو کې ګډون وکړ.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس یو وار بیا د شهید کورنۍ او دوستانو ته تسلیت ورکړ او شهید ته یې د خدایتعالی په دربار کې د فردوس جنت دعا وکړه او د کورنۍ پاتې غړو ته یې د جمیل صبر هیله څرګنده کړه.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: جمعه 19 شهريور 1395 ساعت: 13:42

صفحه بندی