
کاببل (پژواک، ۱۶ وږی ۹۵): د کابل ښار د نوي ښار په سیمه کې هم پر یوې ودانۍ هم ډله ییز برید شوی دی.
عینیي شاهدان وایي، چې دا برید تیره شپه په شاوخوا یوولس نیمو بجو د نوي ښار د پارک ختیځ لوري ته د مشعل پوهنتون تر شا پر یوه کورشوی دی
د سلیم په نامه یوه عیني شاهد پژواک ته ووه ل، چې لومړی د ودانۍ په دروازه کې ځانمرګی برید وشو او وروسته وسله وال ودانۍ ته ننوتلي دي.
ځینې سرچیني وایي، چې د برید موخه په سیمه کې د سویټ په نامه د بهرنیانو یو میلمستون او هوټل دی، خو یوبلې سرچینې پژواک ته وویل، چې د برید موخه د ملي امنیت کومه وداني ده.
په یاده سیمه کې جګړه تر سهاره ( شپږبجې) روانه ده، چې تر اوسه یو ساتونکی وژل وشی او څو تنه ټپیان شوي دي.
دیادونې وړ ده، چې پرون ملي دفاع وزارت هم دبرید له امله ۲۴ تنه مړه او ۹۱ نور ژوبل شوي وو.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان