
کابل (پژواک ١٥ وږى ٩٥): کابينې د نفوسو د احوالو د ثبت قانون د ځینو مادو د تعدیل د تايید ترڅنګ پرېکړه وکړه، چې د هغه تقنیني فرمان ترتیب او توشیح شي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې فوق العاده غونډه، نن مازیګر ارګ کې جوړه شوه، چې د نفوس د احوالو د ثبت قانون پر طرحې بحث وشو.
سرچينه کاږي، له اجنډا سره سم د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش او د عدلیې وزیر د نفوسو د احوالو د ثبت قانون په اړه غونډې ته مفصل معلومات ورکړل او د دغه قانون د ځینو مادو د تعدیل طرحه یې وړاندې کړه.
سرچينه زياتوي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې د نفوسو د احوالو د ثبت قانون د ځینو مادو د تعدیل د تايید ترڅنګ پرېکړه وکړه، ترڅو د افغانستان د اساسي قانون د ۷۹مې مادې له صراحت سره سم د هغه تقنیني فرمان ترتیب او توشیح شي.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان