
جلال اباد ( پژواک، ١٠ کب ٩٤) : چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريدونو کې دداعش ٩ وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د کب په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريدونه تېره شپه د اچين ولسوالۍ په مامندو سيمو کې شوي دي.
هغه زياته کړه چې په يوه بريد کې پنځه او په بل بريد کې د داعش ډلې ٤ وسله وال وژل شوي دي.
دى وايي چې په دې بريدونو کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د والي وياند وايي چې په سيمه کې د ا فغان ګډو ځواکونو لخوا عمليات هم روان دي او ډېرې سيمې يې له وسله والو پاکې کړې دي.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
- - , .
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان