خرید بک لینک

شبرغان (پژواک ١٣ وږى ٩٥): د جوزجان د فيض اباد ولسوالۍ ښځو د لومړي ځل لپاره د لاسي صنايعو او د دې ولايت د پخواني فرهنګ ژوندي ساتلو په موخه کليوال نندارتون ترسره کړ.

په ياد نندارتون کې د جوزجان کليوالو مېرمنو له لوري څلور غرفې کېښودل شوې وې، چې سيمه ييزې جامې، لوښي، ګاڼه او سره زره، غالۍ او ټغر، خولۍ، چپن او داسې نور توکي په کې نندارې ته وړاندې شول.

جوزجان کې د "ښځې له يو بل سره" ټولنيز بنسټ مسوولې او د ياد نندارتون يوې ترسره کوونکې فريبا احسان پژواک ته وويل چې د دا ډول نندارتونو ترسره کول د خلکو پر ذهنونو ځانګړى اغېز لري او ښځې د وخت په تېرېدو سره له انزوا بهر کوي او په ټولنيزو چارو کې يې ګډون ته هڅوي.

هغې زياته کړه، امنيتي ګواښونه په بېلابېلو ډګرونو کې د ښځو ونډې اخيستو او د دوى فعاليتونو پراختيا پر وړاندې د خنډونو رامنځته کېدو لامل شوي دي.

نوموړې ورته مهال وويل، دغه نندارتون د کليوالو ښځو لپاره ځانګړى اهميت لري، ځکه دوى کولى شي له يادې لارې خپل اصلي فرهنګ نندارې ته وړاندې کړي.

د مېرمن احسان په وينا، دا ډېر تر سترګو شوي چې ځينې کورنۍ خپلو لوڼو او مېرمنو ته په ټولنيزو چارو کې د ګډون اجازه نه ورکوي، چې دغه کار کله کله د تاوتريخوالي لامل هم شوى دى.

هغې وويل: "زه له ټولو کورنيو غواړم چې خپلو لوڼو او ښځو ته اجازه ورکړي، چې دوى خپل شته استعدادونه وازمايي او په خپلو پښو ودرېږي او که چېرې ښځو ته په ټولنيزو چارو کې ونډه ورنه کړل شي، چې د ټولنې نيمايي برخه غيرفعاله او معيوبه ده."

د ياد نندارتون يوې بلې ترسره کوونکې فضيلې وويل: "موږ غواړو چې د ياد نندارتون له لارې د خپلو خلکو اصيل فرهنګ نندارې ته وړاندې کړو."

هغې زياته کړه، پر دې سربېره چې د ښځو په مخ کې ډېر امنيتي خنډونه پراته دي، خو ښځې تل د بې عدالتۍ او ظلم پر وړاندې درېدلې او په ټولنيزو چارو او فعاليتونو کې يې ګډون کړى دى.

يادې مېرمنې زياته کړه، که څه په کليو کې د ښځو له لوري ترسره کېدونکي کارونه کوچني دي، خو بيا هم د دوى ياد کارونه د کورنيو په اقتصادي ژوند کې مهم رول لوبوي.

د سيمې سلګونو اوسېدونکو او د چارو مسوولينو له ياد نندارتونه ليدنه وکړه.

د فيض اباد ولسوالې سايرې شکيب سادات په دې نندارتون کې د ګډون پر مهال وويل، دغه نندارتون د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري د يوې اعلاميې په خپرولو سره د "فرهنګ اونۍ" په نوم د روانې اونۍ په نومولو سره پرانستل شوى او په کې د دغې سيمې پخوانى فرهنګ او د ښځو لاسي صنايع نندارې ته وړاندې شوي دي.

د فيض اباد ولسوالې: "اوسمهال په داسې يوه وضعيت کې راګير يو، چې فرهنګ يرغل اوج ته رسېدلى او ځينې کسان له پردي فرهنګ څخه په تقليد زموږ فرهنګي ټولنه له ځينو نورو هېوادونو سره پرتله کړي، چې دا يو ناممکن کار دى چې له همدې امله، دغه کارونه په پايله کې له ځان سره ناخوالې او منفي پايلې لري."

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: شنبه 13 شهريور 1395 ساعت: 21:04

صفحه بندی