خرید بک لینک

کابل ښار(پژواک، ٨ وږى ٩٥): اطلاعاتو ته د لاس رسي د څار کمېسيون، اطلاعاتو ته د لاس رسي کلتور د پياوړتيا په موخه يو مياشتينى کمپاين پيل کړ او ويې ويل، هر ارګان چې د قانون له مخې د اطلاعاتو په ورکړه کې اقدام ونه کړي، څارنوالۍ ته ور پېژندل کېږي.

د ياد شوي کمېسيون مشر سيد اکرام افضلي نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د (( په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاس رسي کلتور ترويج او پياوړتيا)) کمپاين د وږي له اتمې د تلې تر اتمې نېټې پورې چې اطلاعاتو ته د لاس رسي نړيواله ورځ ده، دوام لري.

د هغه په خبره، په دې کمپاين کې د ورکشاپونو د جوړولو، له رسنيو د پيغامونو خپرولو او د هېواد په مختلفو برخو کې اطلاعاتو ته د لاس رسي پيغامونو لګولو له لارې خبريالانو، چارواکو او خلکو ته اړين عامه پوهاوى ورکول کېږي.

نوموړي زياته کړه چې اطلاعاتو او معلوماتو ته د لاس رسي قانون د بيان ازادۍ لپاره د بنسټيز حق يوه عمده برخه ده چې د بشري حقونو د ١٩٦٦ کال د نړيوالې اعلاميې په ١٩مه ماده کې تصويب شوې ده.

په دې ماده کې راغلي:((د بيان ازادي حق چې د اطلاعاتو د لټولو، تر لاسه کولو او خپرولو ازادي په کې ده، له هر ډول رسنيو له پولو په پام کې نيولو پرته.))

د افضلي په خبره، د افغانستان د اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون د ١٣٩٣ لمريز کال د مرغومي مياشت کې په رسمي جريده کې خپور او تر اجرا لاندې نيول شوى چې په دې ټولو مواردو کې موضوعاتو ته په کې پام شوى دى.

خو نوموړي وويل چې اوسمهال سره له دې چې دا قانون او اطلاعاتو ته د لاس رسي د څار کمېسيون جوړ شوى، وضعيت بد شوى او رسنيو ته په وخت سره اطلاعات نه ورکول کېږي.

د هغه په خبره، که چېرته حکومتي او نا حکومتي ادارې د څېړنيز او فيچري راپور د چمتو کولو تر درېيو ورځو پورې رسنيو او خلکو ته معلومات او اطلاعات ورنه کړي، د ياد شوي قانون سره سم به له قانوني چلند سره مخ کېږي.

هغه وويل چې ياد شوى کمېسيون کولى شي چې د هغو اشخاصو په اړه چې خلکو او رسنيو ته اطلاعات نه ورکوي، ځينې اقدامات لکه کسر معاش او د هغه د لرې کولو وړانديز وکړي.

هغه زياته کړه:((... هغه کسان چې د ادارو په سر کې دي، له موږ سره همکاري ونه کړي او د کمېسيون پرېکړې ونه مني، څارنوالۍ ته به يې ور وپېژنو.))

افضلي له حکومت په ځانګړي ډول له لويې څارنوالۍ وغوښتل چې له دې کمېسيون ملاتړ وکړي او اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون پلي کېدو کې اړين اقدامات وکړي.

د پژواک خبري اژانس مشر او اطلاعاتو ته د لاس رسي د څار کمېسيون غړي دانش کړوخېل په نننۍ ناسته کې له رسنيو وغوښتل چې په دې کمپاين کې فعاله ونډه واخلي، له کمېسيون سره د پيغامونو په خپرولو کې مرسته وکړي او که چېرته اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې له ستونزو سره مخ کېږي، موضوع په رسمي ډول له کمېسيون سره شريکه کړي.

د هغه په خبره، تر هغو چې ټولې رسنۍ په دغه کمپاين کې يو غږ نه شي، د خپل حق تر لاسه کولو لپاره پر حکومت فشار رانه وړي، نو خپل بنسټيز حق ته چې اطلاعاتو ته لاس رسى دى، نه شي رسېدلى.

هغه زياته کړه چې ددې کمپاين لپاره ټول مواد چمتو شوي او رسنۍ کولى شي چې ددغه کمېسيون له مرکزي دفتر يې تر لاسه کړي.

نوموړي وويل ، ټاکل شوې چې ددې کمپاين په ترڅ کې راتلونکې اوونۍ په کابل کې د ژورنالېستانو لپاره درې ورځنى ورکشاپ جوړ شي چې په ترڅ کې به يې اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې د شته ستونزو او لاسته راوړنو په اړه بحث وشي.

نوموړي له رسنيو وغوښتل چې په دې ورکشاپ کې د ګډون لپاره دې خپل خبريالان کمېسيون ته ور وپېژني.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د علمي او کلتوري څانګې(يونسکو) استازي ريکاردو ګراسي Ricardo Grassi په نننۍ ناسته کې وويل چې اطلاعاتو او بيان ازادي ته د لاس رسي پياوړتيا د يونسکو له عمده موخو څخه ده.

هغه زياته کړه چې يونسکو اطلاعاتو ته د لاس رسي د څار کمېسيون نه ملاتړ کوي او هڅه يې داده چې دا پروګرام په افغانستان کې بريالى شي.

د هغه په خبره، مدني ټولنې او رسنۍ بايد په دې برخه کې ګډ کار وکړي، څو پر حکومت فشار راوړل شي چې اطلاعات په خپل وخت له رسنيو سره شريک کړي.

برچسب: اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون,اطلاعات و فناوری بورس تهران, نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: دوشنبه 8 شهريور 1395 ساعت: 21:24

صفحه بندی