
چاريکار (پژواک، ٧ وږى ٩٥): د پروان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې د ياد ولايت پر سياه ګرد ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو د بريد په پايله کې د دولت شپږ وسله وال مخالفين او له هغوى سره دوه برمته زندانيان وژل شوي دي.
د پروان د والي وياند عبدالوحيد صديقي وويل، پرون شپه يوولس بجې د پروان ولايت د سياه ګرد ولسوالۍ په شاهين خېل او سرخي سيمو کې د امنيتي ځواکونو د بريد په پايله کې شپږ وسلوال مخالفين او له دوى سره دوه زندانيان وژل شوي دي.
هغه زياته کړه، تر اوسه پورې د يادو دوو ملکي کسانو هويت نه دى په ډاګه شوى.
په سياه ګرد ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان ستار وويل، د ياد بريد په پايله کې د دوه وژل شوو طالبانو مړي د ملي اردو ځواکونو لاس ته غورځېدلي او شپږ نور مړي بيا د طالبانو له لوري لېږدول شوي دي.
پژواک هڅه وکړه، څو په دې اړه د سيمې له اوسېدونکو سره خبرې اترې وکړي، خو له هغوى سره اړيکه ټينګه نکړل شوه.
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې د پژواک اژانس د راپور پر بنسټ، د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د وږي مياشتې په پنځمه شپه د امريکايي ځواکونو له لوري د وسلوالو طالبانو پر زندان د بريد په پايله کې له هغوى سره د ١٧ برمته شوو پوليسو او د اردو سرتېرو او اووه ملکيانو په ګډون ٣٠ کسان وژل شوي دي.
په ياد بريد کې د ملي اردو يوه ټپي شوي سرتېري ويلي، چې د ياد بريد په پېښه کې شپږ وسلوال مخالفين هم وژل شوي دي.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان