خرید بک لینک

جلال اباد (پژواک ٢٣ کب ٩٤): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د کېسټو د پلور په يوه هټۍ کې چاودنه شوې ده، خو مرګ ژوبله نه لري.

د والي وياند عطاءالله خوږياڼي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن ماښام په شاوخوا ٧ بجو د ښار اړوند خيبر هوټل ته څېرمه شوې ده.

ده زياته کړه، دا پېښه تلفات نه لري، خو هټۍ لږه زيانمنه کړې ده.

د هغه په وينا، تراوسه معلومه نه ده، چې چاودنه د څه له امله رامنځ ته شوې ده، خو د چاودنې پر مهال کيسټ پلورنځى تړلی و او د پېښې د څرنګوالۍ په تړاو څېړنې روانې دي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: يکشنبه 23 اسفند 1394 ساعت: 22:46

صفحه بندی