
غزني ښار (پژواک، ٤ وږى ۹۵): وسله والو طالبانو د غزني د يو شمېر سيمو په ښوونځيو کې خپل درسي نصاب ور ګډ کړى او په خپله زده کوونکو ته تدريس کوي.
د غزني د اندړو ولسوالۍ د پوهنې مدير تازه ګل ننګيالي د وږي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د ځينو سيمو په ښوونځيو کې ديني مضامين ډېر کړي دي.
هغه وايي چې د يادو مضامينو د تدريس لپاره يو شمېر ديني عالمان د طالبانو له لوري ګومارل شوي چې په وخت سره ښوونځي ته ورځي او دغه مضامين زده کوونکو ته تدريس کوي.
هغه زياته کړه: ((زه او د اندړو ولسوال د پوهنې وزیر ته ورغلو او دا ستونزه مو ورسره شریکه کړه، وزیر راته وویل چې د طالبانو غوښتنې ومنئ او دیني مضامین مو زیات کړئ.))
ننګیالی وايي چې په لومړیو کې طالبانو په يو شمېر نورو مضامينو هم نيوکې درلودې خو دغه ستونزه اوس حل شوې ده.
د اړوندې موضوع په اړه د غزني د ولايتي شورا رييس حميدالله نوروز هم پژواک ته وويل چې د يو شمېر نا امنيو سيمو په ښوونځيو کې طالبانو يو شمېر مضامين ډېر کړي دي.
هغه زياته کړه: ((د دې پر ځاى چې ښوونځي وتړل شي، دا ښه ده چې د طالبانو غوښتنه ومنل شي او د هغوى په خوښه يو شمېر ديني مضامين زيات شي.))
نوروز دا هم وويل چې د غزني په يو شمير نا امنو سيمو کې زده کوونکو ته په وخت درسي مواد نه رسېږي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
ده د پوهنې له رياسته غوښتنه وکړه چې زده کوونکو ته درسي مواد په خپل وخت ورسوي تر څو زده کړې يې ټکنۍ نه شي.
دغه راز د اندړو په ولسوالۍ کې يوه زده کوونکي جان محمد پژواک ته وويل: ((زموږ مکتب ته طالبان راځي او وايي چې شاګردانو ته بايد ديني کتابونه تدريس کړل شي.))
هغه وويل چې د دې ولسوالۍ په ډېرو ښوونځيو کې طالبان زده کوونکو ته ديني زده کړې ورکوي.
د ده يک ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالخالق پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ په ښوونځيو کې هم طالبان زده کوونکو ته په خپله ديني مضامين تدريس کوي.
هغه وايي: ((طالبان وايي هغه نجوني چې عمرونه يې له لسو کلونو پورته دي بايد مکتب لاړ نه شي، جومات ته دې لاړې شي او ديني زده کړې دې وکړي.))
ده وويل چې د دوى په سيمه کې طالبانو د نجوني لپاره يو ديني عالم د ديني زده کړو لپاره ګومارلى دى.
هغه زياته کړه: ((د دې ديني عالم لپاره طالبانو په هر کور باندې د مياشتې پنځه سوه افغانۍ ايښي دي تر څو معاش يې ورکړي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، د ده يک او اندړو تر څنګ په زنخان، رشيدان، ګيلان، اب بند او خوږياڼو ولسواليو کې هم طالبانو د ښوونځيو په درسي نصاب کې يو شمېر مضامين زيات کړي دي.
بل لور ته د غزني د پوهنې رييس محمد عابد عابد پژواک ته وويل چې طالبانو په ښوونځيو کې مضامين نه دي بند کړي خو په يو شمېر سيمو کې ديني عالمان د ديني زده کړو په برخه کې د پوهنې له بهير سره مرستې کوي.
نوموړی وايي: ((یو شمېر دیني عالمان ښوونځيو ته ورځي او زده کوونکو ته دیني زده کړې ورکوي خو کوم مضمون تر اوسه نه دى بند شوى.))
خو هغه ونه ويل چې دغه ديني عالمانو ته مياشتنۍ تنخوا څوک ورکوي او د چا له خوا ګومارل شوي دي؟
بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د غزني په يو شمېر ښوونځيو کې دوى ځيني کتابونه بند کړي او پر ځاى يې ديني کتابونه په درسې نصاب کې شامل کړي دي.
هغه زياته کړه: ((ښوونځيو کې د فرهنګ او تروريزوم په نوم کتابونه موږ بند کړي دي او پر ځاى مو ديني کتابونه اضافه کړي دي.))
مجاهد وويل چې په ښوونځيو کې يو شمېر ديني مضامين د دوى د کسانو له خوا تدريس کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د غزني تر څنګ د هېواد په يو شمېر نورو نا امنو سيمو کې هم طالبانو په خپله خوښه ښوونځي کې ديني کتابونه زيات کړي او د دوى د کسانو له خوا تدريس کېږي.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان