خرید بک لینک

جلال اباد (پژواک، ۲ وږی ۹۵): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې يو شمېر مېرمنو د يو لاريون پر مهال ادعا کړې چې ځينو قومي مشرانو يې ځمکې غصب کړې او ګواښ کوي چې که یې ځمکې ورنه کړل شي، نو ځانونه به وسوځوي.

هغوی چې د بهسودو ولسوالۍ د قومي مشرانو ملک نعمت، ملک نظام او داوود نومونه يې په لويو تیکو ليکلي وو او دوی ته يې د غاصبینو خطاب کاوو.

دغه لاریون د وږي په ۲مه د جلال اباد ښار په پښتونستان واټ کې د ولايت مقام مخې ته وشو.

لاريون کوونکو همدا راز ګواښ وکړ چې که د دوی مشروع غوښتنې ونه منل شي؛ نو ځانونو ته به اور ورته کړي.

د لاريون يوې ګډونوالې ګلالۍ پژواک اژانس ته وويل چې له کلونو راهيسې يې يادو کسانو د بهسودو ولسوالۍ په بهسودو خاص سيمه کې ځمکه غصب کړې او هېڅوک يې د پوښتنې نشته.

هغې زياته کړه: ((دوه کاله کېږي چې پخواني ولسوال اسرارالله او نوي ولسوال محمد صديق دولتزي ته ورځو؛ خو زموږ غم نه خوري. هغوی خپله ورسره لاس لري، د دې پر ځای چې د غصبګرو مخه ونیسي، زما زوی په رینجر کې وړي، پخه ابادي مو ورانوي.))

د سلما په نوم د لاريون یوې بلې ګډونوالې وویل چې د سترې محکمې، ننګرهار ولایت مقام او ولایتي شورا امرونه په لاس لري؛ خو د ځمکو د غصب مخنیوی یې نه کېږي.

دغه راز د ننګرهار د ولایتي شورا وکيلې حبيبه کاکړ چې د يادو لاریون کوونکو د ملاتړ په موخه د لاریون سیمې ته ورغلې وه، ولایتي اداره په دغه برخه کې پر ناغېړۍ تورنه کړه او د ژر اقدام غوښتنه یې وکړه.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وویل چې تر لاریون وروسته لاریون کوونکو له والي سلیم کندوزي سره لیدلي او هغه ورته د مسئلې د حل ډاډ ورکړی دی.

هغه زياته کړه: ((والي پرېکړه وکړه، تر هغه وخته چې د ځمکې موضوع حل شوې نه وي، هېڅوک به هلته رغنيزو چارو ته نه پرېښودل کېږي.))

خو د بهسودو ولسوال محمد صديق دولتزي بيا پژواک ته وویل چې موضوع محکمې ته راجع شوې او د دوی له صلاحیته لرې خبره ده.

هغه په دغه برخه کې د خپل لاس لرلو په اړه وويل: ((زه اوس راغلی یم او دې موضوع نه پوره معلومات نه لرم؛ خو ډاډ ورکوم، چې موضوع ته به حل لار ولټوم.))

د یادولو ده، په ننګرهار کې په زرګونه جریبه دولتي ځمکه غصب شوې؛ خو دا لومړی ځل دی چې د شخصي ځمکې د غصب موضوع راپورته کېږي او خلک یې پر وړاندې لاريون کوي.

ولسمشر څو مياشتې مخکې ننګرهار ته د سفر پر مهال د ځمکنو د غاصبينو د ويشتلو امر کړى و.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: سه شنبه 2 شهريور 1395 ساعت: 19:25

صفحه بندی