خرید بک لینک

کابل (پژواک، ۲ وږى ٩٥): د افغانستان کابينې د ولسي جرګې په راتلونکو ټاکنو کې په ټاکنيزو حوزو کې پر يوه څوکۍ ټينګار وکړ او د ټاکنو قانون طرحه يې په پرنسيپ کې تاييد کړه.

د کابينې په ناسته کې چې پرون مازديګر د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ جوړه شوه، د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش او د ټاکنو قانون د تدقيق او څېړنې کمېټې مشر د ټاکنو قانون طرحه له جلسې سره شريکه کړه.

د افغانستان د کابينې په ناسته کې چې پرون مازديګر د ولسمشر اشرف غني تر مشرۍ لاندې جوړه شوه، د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش او د ټاکنو قانون د تدقيق او څېړنې کمېټې مشر د ټاکنو قانون طرحه له جلسې سره مطرح کړه.

د ولسمشر دويم مرستيال وويل چې دا طرحه د کابينې د تېرې غونډې د لارښوونې، د کابينې د غړو له وړانديزونو او نظرياتو او نړيوالو نورمونو سره سم له بيا کتنې او د کابينې د غړو له اصلاحي نظرياتو وروسته د کابينې ناستې ته وړاندې کېږي.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې کابينې د ولسمشر دويم مرستيال ګومارلى چې ياد قانون د جلسې له يادونې او وړاندې شوو وړانديزونو سره تحصيح او نهايي کړي.

تر اوسه د ارګ په ټاکنو کې ټول افغانستان يوه حوزه و او په پارلماني ټاکنو کې هر ولايت يوه ټاکنيزه حوزه ګڼل کېږي.

خو د یوې چوکۍ سيستم پر بنسټ، هر ولايت د وګړو د شمېر له مخې پر ټاکنيزو حوزو وېشل کېږي او د هرې حوزې خلک د اړوندې حوزې نوماند ته رايه ورکولى شي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: سه شنبه 2 شهريور 1395 ساعت: 14:16

صفحه بندی