کابل (پژواک، ١١ زمرى ٩٥): يوه سروې ښيي چې په ښارونو کې تر ټولو لويه ستونزه د څښاک د پاکو اوبو نشتوالى دى او په ټولو ښارواليو کې له فساد څخه سرټکونه شوې چې کچه يې په پکتيا، بغلان او هلمند کې تر نورو ولايتونو ډېره ده.
دغه سروې د فوکس پراختيايي ادارې له خوا د ١٣٩٤ کال د مرغومې له ١٩ مې د روان کال د غبرګولې تر شلمې له نورستان پرته د هېواد د ټولو ښارونو په ١٨٢ ناحيو کې له څه باندې نهه زره کسانو سره د مخامخ خبرو له لارې تر سره شوې او نن ) ښاروالي د ښاريانو له نظره( تر نوم لاندې خپره شوه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په سروې کې د شاملو کسانو ٣٣ سلنه ښځې، ٦٧ سلنه نارينه، ٤٧ سلنه لوستې او ٥٣ سلنه نالوستي کسان جوړوي.
په دې سروې کې خلکو په خپلو اړوندو ښارونو کې بېلابېلې ستونزې په ګوته کړي دي.
د يادونې وړ ده چې د سروې له مخې، په يادو ولايتونو کې بېلابېلې ستونزې شتون لري، خو په ياده نقشه کې د هر ولايت تر ټولو لويه ستونزه په ګوته شوې ده.
اداري فساد
سروې ښيي چې په پکتيا، بغلان او هلمند کې له هرو لسو تنو څخه نهو تنو په ښاروالۍ کې له فساد څخه سر ټکولى دى.
په نورستان کې ښاروالي نشته خو په پاتې نورو ٢٩ ولايتونو کې له ٥٩ تر ٨٩ سلنه خلکو په ښارواليو کې فساد يوه ستونزه بللې ده.
په يادو ٢٩ ولايتونو کې په دې برخه کې تر ټولو ډېر شکايت په غزنې او تر ټولو کم په خوست ولايت کې شوى دى.
دغه راز د سروې پايلې څرګندوي چې نږدې ټولو مرکه کوونکو ويلي چې د اړوندو ښارواليو د کلنيو عوايدو په اړه معلومات نه لري او د ښاروالۍ د چارو په اړه د شکايتونو مرجع هم ورته معلومه نه ده.
دغه راز د سروې پر مهال د هېواد په ٣٣ ولايتونو کې په ټوليز ډول د ١٥٧ ښاروالانو د کړنو په اړه له خلکو پوښتل شوي دي.
سرچينه زياتوي چې خلکو له دې ډلې ښاروالانو له لسو تنو څخه ډېره خوښي ښودلې ده.
د کندهار له پخواني ښاروال غلام حيدر حميدي څخه ٩٨ سلنه، د خوست له پخواني ښاروال کرامت خان خپلواک څخه ٩٦ سلنه، د غزني له پخواني ښاروال انجنير فريدون احمدي څخه ٩٣ سلنه، د کابل له پخواني ښاروال غلام سخي نورزاد څخه ٩١ سلنه، د ميدان وردګو د اوسني ښاروال انجنير محمود اميري څخه ٨٧ سلنه، دکندوز له اوسني ښاروال نجيب الله عمرخيل څخه ٨٢ سلنه، دپروان له اوسني ښاروال خواجه روح الله صديقي څخه ٧٩ سلنه، دبلخ له پخواني ښاروال محمد يونس مقيم څخه ٧٥ سلنه، د پکتيا له پخواني ښاروال سيد احمد صافي څخه ٧٣ سلنه او د بادغېس د اوسني ښاروال ابوبکر فرستان څخه ٧٣ سلنه خلکو خوښي ښودلې ده.
که څه هم د قانون له مخې ښاروالان بايد انتخابي وي، خو د سروې له مخې، د پوښتل شويو خلکو ٥٣ سلنه ويلي چې ښاروالان بايد انتصابي وي.
د سروې په يوه برخه کې ليکل شوي:" که څه په ښارونو کې پوره امن دى او د افغانستان د اساسي قانون له مخې بايد ښاروالان او د ښارواليو مجلسونه انتخابي وي، خو د ښارواليو ټاکنې نه دي تر سره شوې. او ان دا چې تر اوسه پورې هم د طالبانو د وخت قانون پاتې دى چې ځينې ښاروالان يې د ملامحمد عمر کتاب بولي."
سرچينه زياتوي، نورستان چې ٢٥ کاله مخکې ولايت شوى، خو تر اوسه پورې نه ښار او نه هم ښاري خدمات لري.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان