
جلال ال اباد (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۹۵): ولسمشر غني ۲۰۱ سېلاب قول اردو ته امر وکړ، څو په يوه اونۍ کې د داعش پر ضد قوي ځواک وکاروي او جرړې يې له منځه يوسي.
ولسمشر محمد اشرف غني په لغمان ولايت کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو منسوبينو ته د وينا پر مهال وويل، وسله وال د جګړې له لارې نه شي بريالي کېدلی؛ بلکې د سولې له لارې دې پر مخ ولاړ شي.
ولسمشر نن د چنګاښ په ۲۵مه، د کورنيو چارو او ملي دفاع وزيرانو په ګډون له امنيتي پلاوي سره په سېلاب قول اردو کې د ختيځ زون له جګپورو چارواکو سره د امنيت په تړاو ليدنې کتنې وکړې.
غني د سېلاب قول اردو منسبيونو ته په اشارې وويل: ((جنګ داخلي نه دی، سيمه ييز او نړيوال دی، داعش را سره څه شراکت لري؟ پوله يې راسره شريکه ده، نيکه يې راسره شريک دی؟ زه درته اعلان کوم چې تاسو د سېلاب قول اردو به په يوه اونۍ کې د داعش بېخ او جرړې ختموئ.))
هغه وايي: ((داعش دې پوه شي چې ختمېږي او همدا شان نورې تروريستي ډلې به هم زموږ مېړني سرتېرو له خوا له منځه يوړل شي.))
نوموړي يادونه وکړه، تر دې وروسته به د "شفق" پوځي عملياتو مرکزيت پر ختيځ زون وي او له دې ځايه به تنظمېږي.
ده زياته کړه: ((د افغانستان دښمنانو ته د نړۍ پيغام واضح دی، چې د جنګ له لارې نه شي بريالي کېدای، يواځينۍ لاره د سولې ده، هغوی چې افغان الاصله دي، يا دويم او درېيم هېواد دی، دا دې ورته واضحه وي، چې افغانانو ته ماتې نه شئ ورکولی، دا هېواد د ماتې هېواد نه دی.))
غني وويل: ((ما د سولې په اړه کومې هڅې وې چې مې ونه کړې؛ نو د جګړې توان به پر هماغه څوک پر غاړه لري، چې جګړه تمويلوي.))
ولسمشر د بيا ځل لپاره يادونه وکړه، نړۍ له افغانستانه دوامداره ملاتړ اعلان کړی او د افغان سرتېرو شمېره به له شته شمېر څخه راکم نه شي.
د ده په ټکو، نه يواځې افغان پلي ځواکونه، بلکې افغان هوايي ځواک به د ده په وينا، د نړيوالو همکارانو له لوري تمويل او تجهيز شي.
ولسمشر په افغانستان کې د بهرنيو پوځيانو ماموريت ته په اشارې وويل: ((ما نړۍ ته ډاډ ورکړی، چې زامن به يې د جګړې په لومړۍ ليکه کې نه وي، ځکه افغان ځواکونه د دې وړتيا لري چې سيمې وساتي.))
ولسمشر غني په خپلو خبرو کې د سېلاب قول اردو او په ټوله کې د ختيځ زون له سرتېرو ستاينه وکړه، چې د ده په خبره، په مېړانه يې له خپلې خاورې دفاع کړې او وسله وال يې ځپلي دي.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان