
کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۵) : ایرلینډ د کرکټ په دریمه یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه.
د افغانستان دلوبډلې کپتان اصغر ستانکزي پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه.
د افغانستان لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ټولو لوبعاړو په سوځیدو ۳۳۶ منډې جوړې کړې، شهزاد محمدي ۸۱ او نجیب ځدران ۶۱ منډې جوړې کړې.
د ایرلینډ لوبډلې یاد هدف په اته څلویښتم اوور کې ترلاسه او لوبه یې وکړه.
ددواړو هیوادونو ترمنځ د پنځو لوبو یو په یو برابره شوه. لومړۍ لوبه د باران له امله بې نتیجې پای ته ورسیده او دویمه لوبه افغانستان ګټلې وه.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان