
کابل (پژواک ٢٣ چنګاښ ٩٥): ولسمشر غني په افغانستان کې د امنیت د لېږد د ګډې قوماندانۍ (سیستیکا) عمومي قوماندان ته د یوه فرمان له لارې د بریال دویمې درجې دولتي مډال ورکړ.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې اړه نن مازيګر جوړو شويو مراسمو کې د خبرو پرمهال اشرف غني د ملي تدارکاتو کمیسیون په غونډو کې د تورنجنرال ګورډان ډیفس د فعال ګډون مننه وکړه او همدارنګه په ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې د تدارکاتو پروسې او سیستم جوړولو په برخه کې یې د هغه هر اړخیزې همکارۍ د قدر وړ وبللې.
سرچينه کاږي، د سیستکا عمومي قوماندان ګورډان ډیفس د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ښوونې او روزنې، مسلکي کولو، سنبالولو او پراختیا سیستمونو د امکاناتو برابرولو په برخه کې د قدر وړ خدمتونه کړي دي.
سرچينه زياتوي، د جنرال ډیفس د خدمتونو د قدرونې او د امریکا متحده ایالاتود خلکو او دولت د رښتینو مرستو د مننې په خاطر تورن جنرال ګورډان ډیفس ته د بریال دویمې درجې دولتي مډال ورکړل شو.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان