
جلال اباد (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۹۵): په ننګرهار ولايت کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې نهه طالب او څلور داعش وسله وال وژل شوي، پنځه وسله وال ټپيان شوي او شپږ نور نيول شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ۲۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه د خوږياڼو ولسوالۍ په پيره خېلو، مورګۍ او ژوره نورک سيمه کې کورنيو ځواکونو هوايي بريدونه کړي دي.
د والي وياند وايي، د دغو بريدونو په ترڅ کې نهه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د خوږياڼي په وينا، په وژل شوو وسله والو طالبانو کې ځيني يې پاکستانيان دي.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وياند ډګرمن شېرين اغا فقيري پژواک آژانس ته وويل، دغو وسله والو د يادو سيمو پر پوستو د بريدونو پلان درلود چې د هوايي ځواکونو له لوري په نښه شول.
فقيري وايي، د دغو هوايي بريدونو په ترڅ کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د خوږياڼو ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالله بارکزي پژواک اژانس ته وويل، وسله والو طالبانو تېره ورځ ناوخته په پيره خېلو او مورګۍ کې د پوليسو پر پوستو بريدونه کړي.
د نوموړي په وينا، په دغو بريدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو معلومات نه لري، خو يادونه يې وکړه چې په ياده سيمه کې وخت ناوخت وسله والې نښتې رامنځته کېږي.
د يوه بل خبر له مخې، چارواکي وايي، تېره شپه ناوخته د اچين ولسوالۍ په کرکڼۍ سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد په ترڅ کې څلور داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي د وياند په خبره، دا وسله وال له سيمې د تېريدو په حال کې وو، چې تر بريد لاندې راغلل.
په ورته مهال چارواکي وايي، د ننګرهار ملي امنيت مؤظفينو د پلټنو او عملياتو پر مهال درې داعش او درې طالب وسله والو نيولي دي.
د ننګرهار ولايت د مقام له مطبوعاتي دفتره پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، نيول شوي وسله وال د حصارک او روداتو ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
په اعلاميې کې نه دي ويل شوي چې دا وسله وال په کومه سيمه کې نيول شوي، خو يادونه شوې چې نيول شوو کسانو په خپلو جرمنو اعتراف کړی دی.
داعش او طالب وسله والو تر اوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان