خرید بک لینک

پل علم (پژواک، ۲١ چنګاښ ۹۵): د لوګر ازرې ولسوالۍ ته سلګونه کورني او بهرني وسله وال راغلي او پلان لري چې په دې ولسوالۍ کې ډله ييز بريدونه وکړي.

دغه څرګندونې د ازرې ولسوال حميدالله حميد د چنګاښ په ٢١مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.

هغه ووويل چې په دې وروستيو کې په دې ولسوالۍ کې د بهرنيو او کورنيو وسله والو شمېر له حده ډېر شوى دى.

هغه زياته کړه: ((د اختر په شپو کې سلګونه جنګیالي چې پاکستاني، عرب او چیچیني دي، د سیمې د طالبانو په مرسته له پاکستان څخه ازرې ولسوالۍ ته راغلي چې په بېلابېلو سيمو کې ځای پر ځای شوي وسلې او مهمات له ځان سره لري او هوډ لري چې پر موږ ډله يیز بریدونه ترسره کړي.))

د ولسوال په وينا، دوى هم د جګړې لپاره چمتووالى نيولى خو په يواځې ځان نه شي کولاى د دغو وسله والو پر وړاندې مقاومت وکړي.

نوموړی وایي: ((له پاکستان هېواده راغلي وسله وال جنګیالي غواړي چې ازره د خپلو ترهګریزو فعالیتونو مرکز جوړ کړي او له دغه ځایه د لوګر د نورو ولسوالیو تر څنګ د ننګرهار او د کابل امنیت هم ګډوډ کړي.))

ده ټينګار وکړ چې امنيتي چارواکي بايد ډېر ژر د ازرې ولسوالۍ د دې ستونزې په اړه اقدام وکړي.

هغه وويل چې دغه ستونزه يې د ولايت له مقام سره شريکه کړې ده خو تر اوسه یې کوم ځواب نه دى ترلاسه کړى.

د ازرې اوسېدونکي او د لوګر د ولايتي شورا غړي عبدالولي وکيل هم وويل چې په دې ولسوالۍ کې سلګونه بهرني وسله وال ځاى پر ځاى شوي دي.

هغه وويل: ((زه همدا اوس په ازره کې یم، له دې خبر یم چې سلګونه بهرني او کورني طالب وسله وال دې ولسوالۍ ته راغلي او د جګړو پلان لري.))

ده هم اندېښنه وښوده، که چېرې حکومت د دې ولسوالۍ په اړه اړين تدابير ونه نيسي، دغه ولسوالي به د وسله والو طالبانو په لاس سقوط وکړي.

خو د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک ته وويل چې په ازرې ولسوالۍ کې د امنيت د ټينګښت په موخه کافي ځواکونه شتون لري.

ده وويل: ((موږ خو اول باور لرو چې دغه ځواکونه ازره ولسوالۍ ساتلاى شي خو که چېرې اړتيا وي نو له دې ځايه نور ځواکونه هم ورځي.))

ده هم وويل چې ازرې ولسوالۍ ته يو شمېر بهرني او کورني وسله وال ورغلي دي.

ازره د لوګر د مرکز پل علم ختيځ ته په ٩٠ کيلومترۍ پرته ولسوالي ده چې له تېرو ١٤ کلونو راهيسې یې مواصلاتي لارې له مرکز پل علم سره تړل شوې او اوسېدونکي يې لومړى ننګرهار، بيا کابل او بيا لوګر ته تګ راتګ کوي.

- - , .
.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: دوشنبه 21 تير 1395 ساعت: 19:35

صفحه بندی