جلال اباد (پژواک، ٢١چنګاښ ۹۵): د ننګرهار يو شمېر مدني فعالان او د خواله رسنيو کاروونکي له مرکزي حکومته غواړي څو د دغه ولايت امنيت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
انسان تښتونې، هدفي وژنې، په لرو پرتو سيمو کې ناسم امنيت وضعيت او پر يو شمېر ولسواليو د وسله والو ډلو وروستي ډله ييز بريدونه د اندېښنې وړ مسايل بلل کېږي.
مدني فعال او ژورنالېست نويد شينواري پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې وروستيو کې د ننګرهار په لرو پرتو ولسواليو وسله وال فعال شوي او ډله ييز بريدونه کوي.
شينواري د کوټ، هسکې مينې او حصارک پر ولسواليو وروستيو ډله ييزو بريدونو ته په اشارې وويل: ((اوس سلګونه وسله وال يو ځايي پر ولسواليو بريدونه کوي.))
روانه مياشت سلګونه داعش وسله والو د کوټ ولسوالۍ پر يو شمېر پوستو بريدونه وکړل او د ملکي کسانو په ګډون يې پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله.
په دغو بريدونو کې داعش د څو ورځو لپاره د جنجال غونډۍ په سيمه کې څو پوستې نيولې وې، خو وروسته د هوايي بريدونو او پليو ځواکونو په عملياتو کې تر سلو ډېرو داعشيانو ته مرګ وژبله واوښته.
همدا شان تېره اوونۍ سلګونه وسله والو طالبانو حصارک ولسوالۍ ته څېرمه پر پوستو ډله ييز بريدونه وکړل او د څو ورځو لپاره يې له امنيتي سرتېرو سره جګړه وکړه.
تر دې مخکې داعشيانو د هسکې مينې پر امنيې قوماندانۍ ډله ييز بريد کړی و چې په ترڅ کې يې د ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون ۷ پوليس وژل شوي وو او يو شمېر ټپيان وو.
د نويد شينواري په وينا: ((پر دې سربېره په جلال اباد ښار کې هم نا امني ډېره شوې، د بېلګې په ډول هدفي وژنې کېږي، غله ډېر شوي او انسان تښتونې هم شته دي.))
مدني فعال نوراغا ځواک پژواک سره د خبرو پر مهال د ننګرهار پر امنيتي وضعيت اندېښنه وښوده او پر مرکزي حکومت يې غږ وکړ چې په دې تړاو جدي پاملرنه وکړي.
ځواک وويل: ((د انسان تښتونې پېښې ډېرې شوي، داعش لا هم فعال دي او امنيت وضعيت د اندېښنې وړ دی، سيمه ييزه اداره په خپلو چارو کې ناکامه ده.))
په دې وروستيو کې د دغه ولايت د امنيتي وضعيت په تړاو په خواله رسنيو کې هم ډېر بحثونه کېږي او سيمه ييزه اداره د ننګرهار د امنيتي وضعيت پر کابو کولو کې پاتې ښودل کېږي.
بلخوا بيا د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمری په دغه ولايت ولايت کې ځينو ستونزو ته په اشارې وايي: ((د ننګرهار نا امنه ښودل د دښمن دسيسه ده، يو شمېر کړۍ د دغه ولايت د نا امنه ښودلو لپاره تبليغ کوي.))
د زمري په وينا، د ننګرهار ولايت امنيت د هېواد د پلازمېنې په ګډون له ډېرو ولايتونو ښه دی، ټولې ولسوالۍ يې د دولت په ولکه کې دي او لوېې لارې يې نه دي تړل شوي.
د نوموړي په خبره: ((د پاکستان جاسوسان دغلته ناامنيو ته لمن وهي.))
د ولايتي شورا بل وکيل اجمل عمر بيا وايي، ځينې کړۍ د واک د ترلاسه کولو لپاره د ننګرهار د نا امنه ښودولو لپاره فيسبوکي مبارزې کوي او يا د ناسم وضعيت لپاره تبليغات خپروي.
اجمل عمر وايي: ((په ننګرهار کې ستونزې شته، خو په دومره کچه نه دي چې ښودل کېږي.))
اخوا د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال پژواک ته وويل، ننګرهار سرحدي ولايت دی، ۱۱ ولسوالۍ يې ډيورنډ کرښې ته څېرمه دي، خو بيا هم دلته وضعيت د ډاډ وړ دی.
د مشرقيوال په وينا: ((د پخوا په پرتله په ننګرهار کې د انسان تښتونې پېښې بېخې کمې شوي، موږ ډېر کسان په دې تور ونيول او عدلي ارګانونو ته مو معرفي کړل، موږ په تېرو څو مياشتو کې درې هدفي وژنې لرو خو يوه ډله مو د هغې په تور هم نيولې ده.ټولې ولسوالۍ د دولت په واک دي.))
بلخوا د ننګرهار د جنايي جرمنو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال قدرت الله عربزي پژواک ته وويل، په ننګرهار کې د انسان تښتونې پېښې کمې شوي او د جنايي جرمنو ګراف راټيټ شوی دی.
د ده په وينا: ((موږ په تېرو دوو مياشتو کې اته کسه د هدفي وژنو تر لسو ډېر غلاوو په تور نيولي. څو کسان مو د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورلي او عاملين مو ورته نيولي دي.))
تر دې مخکې د ننګرهار والي سليم خان کندوزي ويلي و، په جګړې کې تر ماتې وروستې د ده په وينا دښمنان د ننګرهار د امنيت په تړاو منفي تبليغات خپروي څو خلک پر حکومت شکمن کړي.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان