
کابل (پژواک ١٤ چنګاښ ٩٥): د افغانستان د حکومت او د الکوزي ګروپ نړيوال شرکت ترمنځ په ١٤٤ جريبه ځمکه کې د پانګونې تړون لاسليک شو.
د دې تړون لاسليک، نن په ارګ کې د حکومت چارواکو او د ياد شرکت د استازو ترمنځ لاسليک شو.
د افغانستان د ماليې وزير اکليل حکيمي په دې ناسته کې وويل، ياده ځمکه د ملکي هوانوردۍ ادارې اړوند وه چې د قېمت له تثبيتېدو وروسته د ياد شرکت په واک کې ورکړل شوه.
ده زياته کړه، په دې ځمکه د ٣٥٠ ميليونو ډالرو په لګښت پر شپږو فابريکو پانګونه کېږي، چې نه يواځې په داخل کې به يې توليدات وېشل کېږي، بلکې ٤٠ سلنه به نورو هېوادونو ته صادرېږي.
دى وايي، په يادو شپږو فابريکو کې د مطبعې، کارتن جوړونې، کاغذي دستمال او درې د غذايي توکو د توليد فابريکې شاملې دي.
د هغه په وينا، د دې پانګونې له لارې به دوه زره کسانو ته په مستقيم او لس زرو کسانو ته په غير مستقيم ډول د کار زمينه برابره شي.
د ماليې وزير وايي، په دې پانګونې سره به نه يواځې د هېواد عوايد لوړ شي، بلکې نور پانګول به هم پانګونې ته وهڅول شي.
د الکوزي شرکت په استازيتوب نعمت الله بابکرخېل وويل، نه يواځې پر دې ځمکه يې د فابريکو د تاسيساتو د جوړولو تابيا کړې، بلکې تردې مخکې يې هم د ٤٠٠ ميليونو ډالرو په لګښت په هېواد کې پانګونه کړې ده.
ده زياته کړه، په دې ځمکه کې به شپږ نوې فابريکې تاسيس کړي، ترڅو خلکو ته د کار زمينه برابره شي.
هغه يادونه وکړه چې شرکت يې په پلان کې لري، چې په راتلونکي کې په هېواد کې د ٣٠٠ ميليونو ډالرو په ارزښت يو مجهز روغتون جوړي، ترڅو هېوادوال د درملنې لپاره نورو هېوادونو ته لاړ نه شي.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان