خرید بک لینک

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۹۵): چارواکي وایي، چې په دوو بیلا بیلو هوایي بریدونو کې دننګرهار د کوټ ولسوالۍ لپاره د داعش ډلې نظامي قوماندان او کابل ولایت لپاره د طالبانو لخوا ټاکل شوی مرستیال والي وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي د چنګاښ په ۱۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې نن د ورځې ناوخته بهرنیو ځواکونو د کوټ ولسوالۍ د وچ تنګي په سیمه کې هوایي برید کړی دی.

هغه زیاته کړه، چې په دې برید کې کوټ ولسوالۍ لپاره د داعش پوځي قوماندان عمر خطاب له شپږو نورو ملګرو سره وژل شوی دی.

بلخوا د والي ویاند وایي، چې د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د هوایي برید په ترڅ کې د کابل لپاره د وسله والو طالبانو د تش په نوم نومول شوی مرستیال والي میاخیل ، د دوی دوه مهم قوماندانان او څوارلس نور وسله وال طالبان ووژل شول .
د هغه په وینا، د دغه هوایي برید په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو عراده ډاډسن ډوله موټر هم له منځه تللې .

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: دوشنبه 14 تير 1395 ساعت: 4:18

صفحه بندی