خرید بک لینک

اسعداباد (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٥): چارواکي وايي چې په کونړ ولايت کې د څلورو نجونو په ګډون ٨ کسان په اوبو کې غرق شوي دي.

د کونړ امينه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د چنګاښ په ١٣مه پژواک خبري اژنس ته وويل چې پرون مازديګر د سختۍ ګرمۍ له امله څلور نجونې په څوکۍ ولسوالۍ کې په اوبو کې غرقې او مړې شوې دي.

هغه زياته کړه، دغه نجونې چې درې يې خوندې وې او يوه يې د تره لور وه، عمرونه يې د ٨ او ١٣ کلونو تر منځ وو.

سيدخېل وايي چې دوى د سيند پر غاړه په يوه ډنډ کې د ګرمۍ له امله لامبل، چې په کې ډوبې او مړې شوې دي.

امنيه قوماندان دغه راز وويل چې د کونړ په شمالي برخو کې د سختو بارانونو له امله په سيند کې له ځنګلونو څخه لرګي راغلي وو.

د هغه په وينا، د يادو سيمو اوسېدونکي د لرګيو رانيولو په موخه سيند ته دننه شوي چې څلور تنه يې وړي او مړي يې نن سهار پيدا شوي دي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: يکشنبه 13 تير 1395 ساعت: 14:26

صفحه بندی